د ایران خارجه وزیر د جاپان له وزیراعظم سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84269-د_ایران_خارجه_وزیر_د_جاپان_له_وزیراعظم_سره_وکتل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې جاپان ته په سفر تلی دی، د دغه هیواد له وزیراعظم سره یې ملاقات او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2019 06:02 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر د جاپان له وزیراعظم سره وکتل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې جاپان ته په سفر تلی دی، د دغه هیواد له وزیراعظم سره یې ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د جاپان له وزیراعظم شینزو آبه سره د د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په ننۍ کتنه کښې دواړو لورو د ایټةي موافقې د اجرا د وروستیو بدلونونو او هم په سیمه کښې د شخړو او د هغو د کمي د لارچارو په هکله د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي ظریف له دغه ملاقات وروسته په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: د جاپان له وزیراعظم او خارجه وزیر سره د تهران او ټوکیو د ډیرو ښو اړیکو د پراخولو، په فارس خلیج کښې د کشالې د کمولو او د ایټمي موافقې د ساتنې او د ایران د خلکو لپاره یې د ګټو په هکله رغنده خبرې اترې وشوې.

د ایران خارجه وزیر هم داشان ملایشیا ته د خپل سفر په هکله هم لیکلې دي چې د ایران سفارتي نوښت به په ملایشیا کښې دوام وکړي.