د تهران او ټوکیو له نظره په سیمې کې دامنیت اهمیّت
امریکا په تیرو دوو کلونو کې پرخپلو اروپائی او آسیائی متحدانو ډیر دباؤنه اچولی،څو ایران منزوی کړی ، خو هیڅ نتیجې ته نه ده رسیدلې . اوس هم ، په اروپائی ټاټوبی کې د امریکا لوبه د خبرواترو په نامې سره په بیا چلول سره هماغه برخلیک لری .
د ایران اسلامی جمهوریت او جاپان د انرژۍ د بازارونو په امنیت او همداراز په فارس خلیج کې په ثبات کې ځانګړی ګټې لری .
د جاپان خارجه وزیر تارو کونو پرون ناوخته په داسې حال کې چې د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف ئې په څنګ کې ولاړ ؤ د خبریالانو په ټول کې ووئیل ، مونږ په مینځنی ختیځ کې دتاؤتریخوالو په باب اندیښمن یوو او هیله مند یوو چې د تاؤتریخوالو دکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هلې ځلې ترسره شی .
دایران خارجه وزیر جاپان ته له سفر مخکې په بیجینګ کې هم د چین له خارجه وز یر وانګ یی سره لیده کاته کړی دی . همداراز دایران خارجه وزیر نن دجاپان له لومړی وزیر آبه شینزوا او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته کړی دی .
جاپان که څه هم په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې مستقیم شتون نه لری ، خو دیوه ستر اقتصادی اوسیاسی قدرت په توګه ددغه هیواد دریځونه په روښانه توګه ښئ چې ټوکیو دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته پابندی او په سیمې کې دامنیت اهمیّت په ښه ډ ول درک کوی .
واقعیَت دا دی ،د امریکا یو اړخیزو اقداماتوورانکارې اغیزې محدودې نه دی او که اورپا او دچین ،جاپان ،روسیې اوهندوستان په څیر هیوادونه دامریکا دیواړخیز پال خوی په وړاندې مقاومت او مخالفت ونه کړی ، نو ددغه بهیر دوام به ، په ټولو زمینو کې ډیر لګښتونه ولری .
نړیوالو قوانینوته د بې پامۍ ا و د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ په نسبت اعتراضونه اوس حتی د واشنګټن د نزدو متحدانوله خوا هم څرګند شوی دی.
جاپان که څه هم دامریکا له بندیزونو سره په مخالفت کې ملموسی اقدام نه دی کړی ، خو د تاؤتریخوالو په دوام خپلې اندیښنې نندارې ته وړاندې کوی . څو میاشتې مخکې تهران ته د جاپان دلومړی وزیر سفر البته له ځان سره دا پیغام درلود چې ایران ،په نړیواله سویه یو ډیر مهم او اغیزشیندونکی لوبغاړی په توګه رول لوبوی .ددې په ترڅ کې چې دایران ستر ظرفیّتونه ، د جاپان لپاره په اقتصادی ډګر کې تل ډیر مهم دی .
امریکا په تیرو دوو کلونو کې پرخپلو اروپائی او آسیائی متحدانو ډیر دباؤنه اچولی،څو ایران منزوی کړی ، خو هیڅ نتیجې ته نه ده رسیدلې . اوس هم ، په اروپائی ټاټوبی کې د امریکا لوبه د خبرواترو په نامې سره په بیا چلول سره هماغه برخلیک لری .واشنګټن هغه هیوادونه چې دایران لپاره اقتصادی هڅونې درلودلی شی،ډګر ته وړاندې کړی څو د دوی له لارې ،ممکنه ده ، تهران د دوی غوښتنو منلوته وهڅول شی.په حقیقت کې امریکایانوپوځی ګواښونه په ډیپلوماټیکو نفسیاتی دباؤنو بدل کړی دی،چې دواړه په یوې موخې او کړچار سره یعنی ،د ایران د مقاومت په ماتولو او دخبرواترو میز ته د ایران په بیرته ستنولو سره بې نتیجې برابر شوی دی .
د بیا خبرواترو د پیلولو لپاره په وروستیو شپو ورځو کې د سپینې ماڼۍ او دهغو دځینو اروپائی متحدانو له خوا له نړیوالې ایټمی موافقې ورآخوا غوښتنې او توهماتو تکراریدا او په عین حال کې د ایران په ضد دګواښونو دوام ښئ چې له ایران سره د خبرواترو او داختلافاتو د څنګةکولو لپاره دسپینې ماڼۍ دمشرانو د ګروهنې څرګندیدا، یو ډول ډپیلوماټیکه لوبه ده چې د واشنګټن د موخو د پوره کولو لپاره تعقیبیږی .امریکاهڅه کوی د ټرمپ له خوا دیوې بریا او دبهرنی سیاست دبریالیتوب په چوکاټ کې د ایران په وړاندې سیاسی لوبه ښئ څو په داخلی ډګر کې د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د ګټونکی کارډ په توګه مطرح شی .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون په تهران کې پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې یو هیواد هم ایران ته ماته نشی ورکولی ،وئیلی دی دوی چې په اقتصادی ترهه ګرۍ سره ئې، دایران ولس بایکاټ کړی ،باید خپلې ژمنې پوره کړی او له هغې تیروتنی لارې چې ئې غوره کړې ده ،بیرته راوګرځی او په احترام او عزت سره ، دایران دملت حقوق په رسمیّت وپیژنی.