سیمه به دسمندری غلو لپاره ناامنه وی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84313-سیمه_به_دسمندری_غلو_لپاره_ناامنه_وی
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا په سیمه کښې د ناامنۍ درامینځته کولو هڅه کوی وویل سیمه به دهغو هیوادونو لپاره چې دامنیت غوښتونکی دی امنه او د سمندری غلو او د ناامنۍ رامینځته کونکو هیوادونو( امریکا او بریتانیا) لپاره ناامنه وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2019 00:26 Asia/Kabul
  • دایران دپوځ سمندري ځواک په هرمز اوبلارې ، عمان سمندرګي او د هند داوقیانوسیې په شمال کښې د امنیت ترټولو ستر او مهم تامینونکی دی .
    دایران دپوځ سمندري ځواک په هرمز اوبلارې ، عمان سمندرګي او د هند داوقیانوسیې په شمال کښې د امنیت ترټولو ستر او مهم تامینونکی دی .

زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا په سیمه کښې د ناامنۍ درامینځته کولو هڅه کوی وویل سیمه به دهغو هیوادونو لپاره چې دامنیت غوښتونکی دی امنه او د سمندری غلو او د ناامنۍ رامینځته کونکو هیوادونو( امریکا او بریتانیا) لپاره ناامنه وی .

هغه وویل دایران دښمانانو  چې په سر کښې یې د امریکا ترهګر حکومت دی دایران دملت پرضد په څواړخیزه ډول زیات دباونه اعمال کړی دی .

دایران دپوځ قومندان عبدالرحیم موسوی په دې خبرې سره چې دامریکا او دهغې دملګرو هیوادونو دسیسه تراوسه ناکامه پاتې شوی ده وویل د دسیسه ګرو د ناکامۍ په مقابل کښې په سیمه کښې  داسلامی ایران اقتدار او عظمت زیات شوی دی .

هغه په مینځنی ختیځ کښې د امریکا خوځښتونو ته په اشارې سره وویل د صهیونیسټ رژیم لپاره د امنه حاشیې او په سیمه کښې د تفرقې او د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره له صهیونیسټ لابۍ څخه د امریکا اغیزمن اقدامات اوس هم دوام لری .

هغه په دې خبرې سره چې د سیمې ځینو عربو هیوادونو خپل امنیت  د امریکا له شیطانی هدفونو سره اړونده بللی دی ټینګار وکړ په سیمه کښې امنیت د سیمې د هیوادونو په ګډون په سیمه ییزې ملګرتیا او پیوستون سره تامینیږی .

دایران دپوځ قومندان برید جنرال عبدالرحیم موسوی دغه راز دې ته په اشارې سره چې وسله وال ځواکونه به د ضرورت په بڼه کښې تیریګرو ته پښیمانه کونکی او هراړخیزه ځواب ورکړی وویل دایران دپوځ سمندری ځواک په هرمز اوبلارې ، عمان سمندرګی او د هند داوقیانوسیې په شمال کښې د امنیت ترټولو ستر او مهم تامینونکی دی .