امریکې د ایران د تیلو د صادراتو په بندولو کښې ماتې وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84622-امریکې_د_ایران_د_تیلو_د_صادراتو_په_بندولو_کښې_ماتې_وخوړله
د ایران د تیلو وزیر د امریکې ګواښونو او د ایران د تیلو د اخیستو په هکله په نورو هیوادونو باندې یې دباؤ ته په اشارې سره وویل: امریکا ونه توانیدله چې د ایران د تیلو صادرات صفر ته ورسوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 14, 2019 15:13 Asia/Kabul
  • امریکې د ایران د تیلو د صادراتو په بندولو کښې ماتې وخوړله

د ایران د تیلو وزیر د امریکې ګواښونو او د ایران د تیلو د اخیستو په هکله په نورو هیوادونو باندې یې دباؤ ته په اشارې سره وویل: امریکا ونه توانیدله چې د ایران د تیلو صادرات صفر ته ورسوي.

د ایران د تیلو وزیر د امریکې ګواښونو او د ایران د تیلو د اخیستو په هکله په نورو هیوادونو باندې یې دباؤ ته په اشارې سره وویل: امریکا ونه توانیدله چې د ایران د تیلو صادرات صفر ته ورسوي.

د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه نن په تهران کښې له دوو ایراني شرکتونو سره د بلال په نامه د پارس جنوبي د ګیسو د میدان د ختیځې برخې د پراختیا د تړون د لاسلیکولو په ترڅ کښې زیاته کړه: د امریکې بندیزونه نه دي توانیدلې چې د ایران د تیلو صادرات بند کړي.

زنګنه زیاته کړه: د ډیرو سختو بندیزونو سره سره ایران په پارسِ جنوبي کښې نه یوازې له مقابل لوري شاته نه دی بلکې په ورځني تولید کښې ترې مخکښې هم دی.

د ایران د تیلو وزیر په دې خبرې سره چې د اروپا د ۱۵ میلیارډ ډالرو د اعتباري خط یا کریډټ لاین موضوع د بندیزونو د کمي په معنا نه ده، ټینګار وکړ: د تیلو د صنعت له نظره د بندیزونو کمیدل به د تیلو د خرڅون په معنا وي.