د امریکا اقتصادی ترهګرۍ غیرقانونی ده
-
ایران په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او تاسیساتو سره په مقابلې کښې اساسي رول لوبوي.
فارس خبری اژانس وایی د ایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف بیګا دتهران پرضد د بایکاټو د زیاتولو لپاره دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصلې ته په غبرګون کښې وویل د واشنګټن اقتصادی ترهګرۍ غیر قانونی او بشری ضد ده .
هغه په دې خبرې سره چې دامریکا بایکاټونو دایران په خلکو ګوزار کړی دی وویل جنګ او وژله بند کړئ .
دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون وویل د هیواد خزانې وزارت ته یې حکم ورکړی دی چې دایران پرضد بایکاټونه نور هم زیات کړی .
امریکا په تیر میلادی کال کښې له اټومی تړون په غیر قانونی ډول وتلووروسته دایران پرضد د دباو د راوستلو لپاره هراړخیزه اقدامات پیل کړی دی .
دایران اسلامی جمهوریت د مقاومت دجبهې د یوه (۱)اصلی غړی په توګه په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لوبوی.