جنرل سلامي: ايران هر تيريګر ته د ځواب لپاره پوره چمتووالے لري
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان وويل، د ايران وسله وال ځواکونه هر تيريګر ته د ځواب ورکولو لپاره پوه چمتووالے لري.
جنرل حسين سلامي نن په تهران کښې د رانسکور شويو ډرون الوتکو او د غنيمت د مال د وړومبي نندارتون د پرانېستې په مراسمو کښې وويل، هغه هېواد چې په ايران حمله وکړي د جنګ ميدان به هم هغه هېواد وي.
جنرل سلامي د ايران دفاعي توانمنيو او قدرت ته په اشارې سره زياته کړه، د ايران دفاعي ظرفيتونه پټ دي او اسلامي جمهوريت د خپل قوت يوازې يوه لږه برخه څرګنده کړې ده.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان د دې په بيانولو سره چې په ايران بنديزونه د حقيقي خپلواکۍ درس رازده کړ واضحه کړه، بنديزونه د دې سبب شول چې ايران د دښمن د ماتې په بنياد د خپلو وسلو د ويشتو اندازه برابره کړي.