ایران د چین او روسیې پرضد دامریکا بی اساسه بایکاټونه وغندل
د ایران د خارجه وزارت ویندوی د ټرمپ د اقتصادی ترهه ګرۍ د ټیم اقدامات د نړیوال تجارت د امنیت ضد عامل وبلل او ویې ویل اسلامی ایران د اقتصادی ترهه ګرۍ د اصلی قربانی په توګه د څو چینی او روسی شرکتونو د بایکاټ په شمول دغه بی ثباته کړچار په کلکه غندی
د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی نن د امریکا لخوا د څو چینی شرکتونو د بایکاټولو په غبرګون کی زیاته کړه واشنګټن په دغه اقدام سره نور هیوادونه د هغه پریکړه لیک د رعایتولو په خاطر چی حتی پخپله یې ورته رایه ورکړی ده ، سزا کوی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی د ټرمپ د اقتصادی ترهه ګرۍ د ټیم اقدامات د نړیوال تجارت د امنیت ضد عامل وبلل او ویې ویل اسلامی ایران د اقتصادی ترهه ګرۍ د اصلی قربانی په توګه د څو چینی او روسی شرکتونو د بایکاټ په شمول دغه بی ثباته کړچار په کلکه غندی او د امریکا د اقتصادی ترهه ګرۍ په چوکاټ کی د یو اړخیز پالنې د پایلو په اړه نړیوالې ټولنې ته خبردارې ورکوی .