د ایران پرضد د تیلو د بایکاټ په سختولو د ټرمپ ټینګار :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85494-د_ایران_پرضد_د_تیلو_د_بایکاټ_په_سختولو_د_ټرمپ_ټینګار
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال دمی د میاشتې په اتمه (۸) نیټه له اټومی تړون څخه د واشنګټن د وتلو له اعلان وروسته د ایران پرضد په اګست او نوامبر میاشتو کښې اټومی بندیزونه اجرا کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2019 12:47 Asia/Kabul
  • د امریکا د بندیزونو ترټولو مهم اړخ د  تهران په تیلو بایکاټ لګول دي .
    د امریکا د بندیزونو ترټولو مهم اړخ د تهران په تیلو بایکاټ لګول دي .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال دمی د میاشتې په اتمه (۸) نیټه له اټومی تړون څخه د واشنګټن د وتلو له اعلان وروسته د ایران پرضد په اګست او نوامبر میاشتو کښې اټومی بندیزونه اجرا کړل .

دغه بایکاټونه یواړخیزه دی او د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوه زره  دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک پرضد د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ګڼل کیږی .

د امریکا د بندیزونو ترټولو مهم اړخ د  تهران په تیلو بایکاټ لګول دی .

په دې لړ کښې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې (۱) اعلامیې کښې د تیلو په بازار کښې موجوده حالت ته په اشارې سره د ایران د تیلو پرضد د بایکاټ د سختولو غوښتنه وکړه .

ولسمشر ټرمپ دخپل هیواد خارجه وزیر ، دخزانې وزیر او د انرژۍ وزیر ته په وینا کښې د دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادی کال د مالی کال  د ملی دفاع د اختیاراتو د قانون په ځینو برخو استناد سره ولیکل د هیواد د ولسمشر په توګه د قوانینو او د اساسی قانون پراساس ماته سپارل شویو اختیاراتو ته په پام سره د روان میلادی کال د اکتوبر د میاشتې د راپور په شمول ولسی جرګې  کانګرس ته د انرژۍ د اطلاعاتو د ادارې په راپورونو او د نړۍ د اقتصادی شرایطو په شمول په نورو اړونده عواملو  او د خاصو هیوادونو لخوا د تیلو دتولید په زیاتیدا ،د ستراتیژیکو زیرمو د چمتووالی په سویې او د  کمکی تیلو د تولید د ظرفیت په نړیوالې سویې غور کولو وروسته زه د دوه زره دولسم(۲۰۱۲) میلادی کال د ملی دفاع د اختیاراتو د قانون او له   ۸۱ـ۱۱۲عمومی قانون سره سم او د مخکنیو فیصلو په لړ کښې وایم له ایران پرته د نورو هیوادونو د تولید شویو تیلو او د تیلی تولیداتو وړاندښت(عرضه) کافی دی  چې د تیلو او دتیلی تولیداتو د اندازې  د پام وړ کمیدا اجازه ورکولای شو چې له ایران څخه د بهرنیو مالی موسسو په وسیله په پیسو اخیستل کیږی .

داسې ښکاری د امریکا د ولسمشر ټرمپ نوی اقدام د ایران پرضد ډول ډول بندیزونو  په تیره بیا دتیلو پرضد د امریکا د  بې ساری بایکاټونو بې ګټې توب ته په پام سره ترسره شوی دی  .

د ډونالډ ټرمپ له سختو اقداماتو او له ایران څخه دتیلو اخیستونکو هیوادونو ته د هغه له ګواښ سره سره د چین په شان ځینې هیوادونه د واشنګټن دباو ته له پام کولو پرته هماغه راز له ایران څخه دتیلو اخیستلو ته دوام ورکوی .

دغه مسلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په تیرو څو میاشتو کښې په پرله  پسې ډول په بهرنی او داخلی ډګر کښې د ډیرو ناکامیو کتونکی وو غوسه راپارولی ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ همدا اوس په بازار کښې د زیاتولو تیلو د شتون او د ځینو نورو عواملو په پلمه له ایران څخه دتیلو د اخیستلو د مخنیوی لپاره په خارجی هیوادونو د سختیو د ډیرولو غوښتونکی دی .

سره له دې که چیرې د امریکا دغه ګواښونه اغیز شیندونکی وائ نو مخکې به یې خپل اغیز ښودلی وو  .

بلومبرګ اینټرنیټ پاڼې د ایران دتیلو د صادراتو صفر ته په رسولو کښې د امریکا بې وسۍ ته په اشارې سره ولیکل د ایران د تیلو د هره ورځې صادرات په ورځ کښې له څو لکه بیرلو څخه تر لس لکو بیرلو پورې متفاوت کیدلی شی ............ په داسې حال کښې چې د امریکا هدف د ایران د تیلو دصادراتو صفر ته رسول  دی ........... دتیلو په صادراتو د څارنې ټولې موسسې موافقې دی چې امریکا تراوسه خپل هدف ته نه ده رسیدلی او  ایران هماغه راز خپل تیل خرڅوی .

په عین حال کښې امریکا د ایران او د وینزویلا په شان د واشنګټن د مخالفو هیوادونو دتیلو د بایکاټ له فرصت څخه زیاته استفاده کړی ده او په بازار کښې د خپلې ونډې د زیاتولو په حال کښې ده .

د روسیې دتیلو د شرکت عامل مدیر« ایګور سچین وویل» امریکا د ایران پرضد د تیلو د بایکاټونو له اعمالولو څخه ترټولو زیاته ګټه پورته کړی ده ځکه چې په تیر میلادی کال کښې د تهران دتیلو صادرات دوه(۲) برابره شوی دی .

په حقیقت کښې د تیلو له بازار څخه د امریکا ونډه له دې زیات چې د اقتصادی رودو پراساس زیاته شی د سیاسی عواملو تر اغیز لاندې زیاتیږی .

د امریکا کړچار د تیلو له بازار څخه د اصلی لوبغاړو ایستل دی .

حاضردمه د نړۍ دتیلو دریمه(۳) برخه زیرمې او د نړۍ دتیلو دتولید پینځمه(۵) برخه د ایران ، د وینزویلا او د روسیې په واک کښې ده کوم  چې د امریکا له بایکاټ سره مخ دی .

د روان میلادی کال په می میاشت کښې د ایران د تیلو د اخیستلو لپاره د تیلو د خرڅولو د معافیت په نه تمدیدولو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ایران ضد اقدام د اقتصادی بایکاټونو په سختولو سره د زیات دباو د راوستلو ، د تیلو له صادراتو څخه د ټولو ترلاسه شویو عایدو  د غوڅولو او د امریکا د دولسو (۱۲)  غوښتنو منلو ته د تهران د مجبورولو لپاره ترسره شول .

سره له دې د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت تراوسه نه دی توانیدلی دایران د تیلو دصادراتو په کامل ډول غوڅولو کښې کوم بریالیتوب ولری .

داپه داسې حال کښې دی چې ایران په خپلې کلنۍ بودجې کښې  دتیلو په عایداتو د اړوندوالی د کمولو لپاره د لارو چارو د اجرایی کولو په حال کښې دی .