د ایران پرضد د تیلو د بایکاټ په سختولو د ټرمپ ټینګار :-
-
د امریکا د بندیزونو ترټولو مهم اړخ د تهران په تیلو بایکاټ لګول دي .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال دمی د میاشتې په اتمه (۸) نیټه له اټومی تړون څخه د واشنګټن د وتلو له اعلان وروسته د ایران پرضد په اګست او نوامبر میاشتو کښې اټومی بندیزونه اجرا کړل .
دغه بایکاټونه یواړخیزه دی او د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک پرضد د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ګڼل کیږی .
د امریکا د بندیزونو ترټولو مهم اړخ د تهران په تیلو بایکاټ لګول دی .
په دې لړ کښې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې (۱) اعلامیې کښې د تیلو په بازار کښې موجوده حالت ته په اشارې سره د ایران د تیلو پرضد د بایکاټ د سختولو غوښتنه وکړه .
ولسمشر ټرمپ دخپل هیواد خارجه وزیر ، دخزانې وزیر او د انرژۍ وزیر ته په وینا کښې د دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادی کال د مالی کال د ملی دفاع د اختیاراتو د قانون په ځینو برخو استناد سره ولیکل د هیواد د ولسمشر په توګه د قوانینو او د اساسی قانون پراساس ماته سپارل شویو اختیاراتو ته په پام سره د روان میلادی کال د اکتوبر د میاشتې د راپور په شمول ولسی جرګې کانګرس ته د انرژۍ د اطلاعاتو د ادارې په راپورونو او د نړۍ د اقتصادی شرایطو په شمول په نورو اړونده عواملو او د خاصو هیوادونو لخوا د تیلو دتولید په زیاتیدا ،د ستراتیژیکو زیرمو د چمتووالی په سویې او د کمکی تیلو د تولید د ظرفیت په نړیوالې سویې غور کولو وروسته زه د دوه زره دولسم(۲۰۱۲) میلادی کال د ملی دفاع د اختیاراتو د قانون او له ۸۱ـ۱۱۲عمومی قانون سره سم او د مخکنیو فیصلو په لړ کښې وایم له ایران پرته د نورو هیوادونو د تولید شویو تیلو او د تیلی تولیداتو وړاندښت(عرضه) کافی دی چې د تیلو او دتیلی تولیداتو د اندازې د پام وړ کمیدا اجازه ورکولای شو چې له ایران څخه د بهرنیو مالی موسسو په وسیله په پیسو اخیستل کیږی .
داسې ښکاری د امریکا د ولسمشر ټرمپ نوی اقدام د ایران پرضد ډول ډول بندیزونو په تیره بیا دتیلو پرضد د امریکا د بې ساری بایکاټونو بې ګټې توب ته په پام سره ترسره شوی دی .
د ډونالډ ټرمپ له سختو اقداماتو او له ایران څخه دتیلو اخیستونکو هیوادونو ته د هغه له ګواښ سره سره د چین په شان ځینې هیوادونه د واشنګټن دباو ته له پام کولو پرته هماغه راز له ایران څخه دتیلو اخیستلو ته دوام ورکوی .
دغه مسلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په تیرو څو میاشتو کښې په پرله پسې ډول په بهرنی او داخلی ډګر کښې د ډیرو ناکامیو کتونکی وو غوسه راپارولی ده .
د امریکا ولسمشر ټرمپ همدا اوس په بازار کښې د زیاتولو تیلو د شتون او د ځینو نورو عواملو په پلمه له ایران څخه دتیلو د اخیستلو د مخنیوی لپاره په خارجی هیوادونو د سختیو د ډیرولو غوښتونکی دی .
سره له دې که چیرې د امریکا دغه ګواښونه اغیز شیندونکی وائ نو مخکې به یې خپل اغیز ښودلی وو .
بلومبرګ اینټرنیټ پاڼې د ایران دتیلو د صادراتو صفر ته په رسولو کښې د امریکا بې وسۍ ته په اشارې سره ولیکل د ایران د تیلو د هره ورځې صادرات په ورځ کښې له څو لکه بیرلو څخه تر لس لکو بیرلو پورې متفاوت کیدلی شی ............ په داسې حال کښې چې د امریکا هدف د ایران د تیلو دصادراتو صفر ته رسول دی ........... دتیلو په صادراتو د څارنې ټولې موسسې موافقې دی چې امریکا تراوسه خپل هدف ته نه ده رسیدلی او ایران هماغه راز خپل تیل خرڅوی .
په عین حال کښې امریکا د ایران او د وینزویلا په شان د واشنګټن د مخالفو هیوادونو دتیلو د بایکاټ له فرصت څخه زیاته استفاده کړی ده او په بازار کښې د خپلې ونډې د زیاتولو په حال کښې ده .
د روسیې دتیلو د شرکت عامل مدیر« ایګور سچین وویل» امریکا د ایران پرضد د تیلو د بایکاټونو له اعمالولو څخه ترټولو زیاته ګټه پورته کړی ده ځکه چې په تیر میلادی کال کښې د تهران دتیلو صادرات دوه(۲) برابره شوی دی .
په حقیقت کښې د تیلو له بازار څخه د امریکا ونډه له دې زیات چې د اقتصادی رودو پراساس زیاته شی د سیاسی عواملو تر اغیز لاندې زیاتیږی .
د امریکا کړچار د تیلو له بازار څخه د اصلی لوبغاړو ایستل دی .
حاضردمه د نړۍ دتیلو دریمه(۳) برخه زیرمې او د نړۍ دتیلو دتولید پینځمه(۵) برخه د ایران ، د وینزویلا او د روسیې په واک کښې ده کوم چې د امریکا له بایکاټ سره مخ دی .
د روان میلادی کال په می میاشت کښې د ایران د تیلو د اخیستلو لپاره د تیلو د خرڅولو د معافیت په نه تمدیدولو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ایران ضد اقدام د اقتصادی بایکاټونو په سختولو سره د زیات دباو د راوستلو ، د تیلو له صادراتو څخه د ټولو ترلاسه شویو عایدو د غوڅولو او د امریکا د دولسو (۱۲) غوښتنو منلو ته د تهران د مجبورولو لپاره ترسره شول .
سره له دې د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت تراوسه نه دی توانیدلی دایران د تیلو دصادراتو په کامل ډول غوڅولو کښې کوم بریالیتوب ولری .
داپه داسې حال کښې دی چې ایران په خپلې کلنۍ بودجې کښې دتیلو په عایداتو د اړوندوالی د کمولو لپاره د لارو چارو د اجرایی کولو په حال کښې دی .