یوروایشیا او له ایران سره د اقتصادی او تجارتی ملګرتیا نوی فرصتونه
د یورو ایشیا له اقتصادی اتحادیې سره د ایران په یو ځای کیدا سره په لومړی ګام کی د دغې اتحادیې غړیو هیوادونو ته به دایران دصاد راتی شیانو لپاره اعمال شوی ټیرف څه د پاسه اتیا فیصده کم شی .
د ایران او اقتصادی یوروایشیا ترجیحی تجارت موافقه له اتبار ورځې اجرایی شوه .
په دغه موافقه کی ۸۶۲ شیان شامل دی چی ۳۶۰شیان له ایرانه یوروایشیا او ۵۰۲ شیان له یوروایشیا ، ایران ته په ترجیحی شیانو کی شامل دی . د یورو ایشیا له اقتصادی اتحادیې سره د ایران په یو ځای کیدا سره په لومړی ګام کی د دغې اتحادیې غړیو هیوادونو ته به دایران دصاد راتی شیانو لپاره اعمال شوی ټیرف څه د پاسه اتیا فیصده کم شی . اسلامی ایران په ۲۰۰۶ میلادی کال کی د دغې اتحادیې او ایران ترمینځ د زادې تجارتی سیمې د رامینځته کولو وړاندیز د یورو ایشیا اتحادیې اقتصادی کمیشن ته وړاندی کړ . د اتحادیې غړیو د دغه وړاندیز هرکلې وکړ او په دې هکله د ۲۰۱۸ میلادی کال په می میاشت کی یوه موافقه لاسلیک شوه . اوس د ایران او یوروایشیا د تجارتی مبادلاتو د لومړنی پړاو په پیلیدا سره باید د راتلونکی ګام په تمه ووسو تر څو راتلونکی دریو کلونو کی ټول څیزونه د ټیرف په کمولوکی شامل شی .
د کارپیژاندو په باور د ایران او نوموړی اتحادیې ترمینځ موجودو تجارتی پوټینشل ته په پام دغه اتحادیه د ایران د صادراتی شیانو لپاره په ستر او ډاډمن بازارد بدلیدو وړتیالری .په یوروایشیا کی شامل هیوادونه شل میلیون مربع کلومیټر مساحت او ډیر ستر بازار بلل کیږی .
د یوروایشیاکارپیژاندې ولی کوزه ګر کالجی د دغې موافقې اجرایی کیدا د ایران په تجارت په تیره بیا کرهڼې برخه کی دخوځښت سبب بللی او باورې دې چی په ایران او د یورو ایشیا په پینځو غړیو هیوادونو کی نسبی مزیتونه موجود دی او دغې مسلې په دغه موافقه کی د تجارت د پراختیا امکان برابر کړی دی . پر دې سربیره د ایران جغرافیایی موقعیت هم بل مزیت (advantage )دې چی د یوروایشیا د اقتصادی اتحادیې غړی د فارس خلیج ا له ګرمو اوبو او مینځنی ختیځ سیمې سره ګنډلې شی .په حقیقت کی ویلې شو چی اوس د ایران او نوموړی اتحادیې ترمینځ د ازاد تجارت د موافقې په چوکاټ کی د سیمه ایزې اقتصادی ملګرتیاو نوې دوران پیل شوی دی .
د تجارت اسانتیا ، د ګډ بازار رامینځته کیدا ، د اتحادیې په داخل کی د کسټم د قوانینو ورو ورو ختمیدا ، د ګډبهرنی ټیرف ټینګیدا ، د شیانو ازاده ځای پر ځای کول ، پانګه ، کاری ځواک ، د یوروایشیاپه پولو کی خدمات ، د صنعت ، انرژۍ او کرهڼې په برخو کی د ګډ سیاست ټینګول ، د دغې اتحادیې ځینې هدفونه دی . د دغو هدفونوپه چوکاټ کی د انرژۍ په حوزه کی ملګرتیا ځانګړې اهمیت لری .
د ایران اویوروایشیا د اقتصادی اتحادیې د ترجیحی تجارت د موافقې اجرایی کیدا پر دو اړخیزه تجارتی اهمیت سربیره به د یوروایشیا د سیمه ایزو ظرفیتونو د زیاتیدا سبب شی .
حاضر دمه روسیه ، ، سپینه روسیه ، قزاقستان ، ارمنستان او قرقیزستان د یوروایشیا د اقتصادی اتحادیې غړی هیوادونه دی .