موسوی وویل دعراق ملت به پردیو ته د ناوړه استفادې اجازه ورنکړی
ده ټینګار وکړ د عراق دولت ، ملت او سیاسی ډلې به پریکنده دغه مسلې اوارې کړی
د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی په عراق کی وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل د دغه هیواد خلک د ولسی غوښتنو په پلمو د پردیو د ناوړه استفادې اجازه نه ورکوی .
ښاغلی موسوی جوته کړه د عراق خلک غوښتنې لری چی د دغه هیواد د ګوندونو او شخصیتونو په شمول د بیلابیلو ډلو او حکومت له لوری په رسمیت پیژندل شوی دی . ده ټینګار وکړ د عراق دولت ، ملت او سیاسی ډلې به پریکنده دغه مسلې اوارې کړی .
موسوی یادونه وکړه اسلامی ایران له عراق ملت او حکومت سره ښې او ژورې اړیکی لری او د عراق د حکومت او ملت په څنګ کی به وی .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای هم د پرون د سیمې له ځینو هیوادونو د امنیت د اخیستلو لپاره د غلیمانو پلان ته په اشارې سره جوته کړه د عراق او لبنان زړه سواندی دې پوهه شی چی د هغو اصلی لومړیتوب د ناامنۍ درملنه ده او د دغو هیوادونو خلک هم باید پوهه شی چی د هغو په حقه غوښتنې یوازې د قانونی جوړښتونو په چوکاټ کې د تامینیدا وړ دی .
د عراق او لبنان ځینې ښارونه په وروستیو ورځو کی د مالیاتو او اقتصادی کړکیچ په اعتراض کی د ولسی مظاهرو شاهد دی .