د استکبار سره د مبارزې د ورځي لاریون
په درست ایران کې د لړم د دیارلسمې په لاریون کې ګډونکوونکو، په یو پریکړه لیک کې ټینګار وکړ: د امریکا او د هغې د انډیوالانو په وړاندې د فعال مقاومت استراتژي یوه دیني دنده او د اسلامي انقلاب نه بدلیدونکی ارمان دی.
د لړم د دیارلسمې نیټې د لاریون په وروستي پریکړه لیک کې چې په ایران کې له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په توګه ترسره کیږي، راغلې دي: د ایران خلک مخ په ځوړه امریکا د بشریت لومړی نمبر دښمن او د ځینو اروپایی هیوادونو مشران هم بې باوره ګڼي.
د لړم د دیارلسمې په لاریون کې ګډونکوونکو، د فلسطین د مجاهدانو له مبارزو، د آل سعود رژیم په وړاندې د یمن د انصار الله د میړنتوبونو، د بحرین نایجیریا ، حزب الله او په ټوله سیمه کې د مظلومو کسانو له مبارزو خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ایران خلکو په دغه پریکړه لیک کې امریکا، صهیونسټ رژیم او آل سعود د خلکو له مطالباتو د ناوړه استفادې او په عراق او لبنان کې د بلواوو د جوړولو او په اسلامي هیوادونو او د مقاومت په محور کې د تفرقې د جوړولو د هڅو په وجه وغندل.
په پریکړه لیک کې د دښمنانو د دسیسو په وړاندې د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د عراق او لبنان د خلکو د هوښیارۍ په ضرورت ټینګار شوی دی.
له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ورځې لاریونونه نن دوشنبه د ایران په کابو زرو ښارونوکې د ولس په پراخ ګډون سره ترسره شول.