د ايران څلورم ګام؛ د امريکې له زيات نه زيات دباؤ ماتې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85756-د_ايران_څلورم_ګام_د_امريکې_له_زيات_نه_زيات_دباؤ_ماتې
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، امريکه په نړۍ کښې د شرارت مشره او د ترهه ګرۍ جوړونکې او مالي مرسته کونکې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2019 10:54 Asia/Kabul
  • د ايران څلورم ګام؛ د امريکې له زيات نه زيات دباؤ ماتې

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، امريکه په نړۍ کښې د شرارت مشره او د ترهه ګرۍ جوړونکې او مالي مرسته کونکې ده.

سيد عباس موسوي بېګا د امريکې د خارجه وزارت د وياندې مېرمن مورګن اورټاګس د څرګندونو په ځواب کښې وويل، آيا له داسې يو رژيم څخه چې په حقيقت کښې په نړۍ کښې د شرارت او يواړخيز پالنې مشري په غاړه لري د داسې خبرو اورېدل څه عجيبه خبره نه ده؟

مېرمن مورګن اورټاګس د ايران د برجامي ژمنو د کمولو د څلورم ګام په ردعمل کښې په خپل ايران دښمنه څرګندونو کښې په خپل ګمان د ايران څلورم ګام ايټمي باج غوښتنه وبلله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د ايران په خلاف دې دباونه زيات کړي.

دغه څرګندونې ښودنه کوي چې د ايران په خلاف د امريکې له زيات نه زيات دباو سياست ماتې خوړلې ده او اوس دغه هېواد د ايران په خلاف د نړيوالې دريځ نيونې غوښتنه کوي.

امريکې د تېر ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نېټه له برجامه په وتلو او د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو راوړلو سياست په غوره کولو سره د خپلې خوښې مقاصد حاصل نه کړې شول، ځکه چې د ايران ملت په زيات نه زيات  مقاومت سره د ځان په وړاندې د امريکې د بدمعاشۍ او يو اړخيز پالنې سياست شنډ کړے دے.

په نورو الفاظوسره ويلې شوو چې د ايران په خلاف د امريکې له زيات نه زيات دباو د سياست نتيجه د واشنګټن ګوښې ته کېدل دي چې د ايران د برجامي ژمنو د کمولو د څلورم ګام اوچتول او د امريکې د موقف څه رنګوالے د دې خبرې ښودنه کوي.

د مثبتې ودې لوري ته د ايران د اقتصادي حرکت او په تېلو باندې د تکيې له سياسته د ايران د تېرېدو په اړه د پېسو د نړيوال صندوق او نړيوال بېنک وروستي رپوټونه ټول د ايران په خلاف د امريکې د بائيکاټ د سياست او د يواړخيزې پالېسۍ د ماتې نښې نښانې لري.

له اقتصادو څخه د تېلو جدا کول په ايران کښې د اقتصادي درامداتو د متنوع والي نښه ده او همدغه تنوع د ايران اقتصاد د ترقۍ په لاره اچولے دے.

په همدې لړ کښې فارن افئرز امريکائي مجلې پرون د ايران د څلورم ګام په ردعمل کښې وليکل: ايران د امريکې له بنديزونو په کاميابۍ سره تېر شوے دے او د ايران ايټمي فعاليتونه او سيمه ايز کردار ادا کول هم هغه شان دوام لري.

له دې مخکښې امريکايانو ادعا کړې وه چې له زيات نه زيات دباو او ګواښ به د ايران د ايټمي فعاليت د دوام د مخنيوي او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د ايران د نفوذ د کمښت سبب شي.

د ايران د برجامي ژمنو د کمښت څلورم ګام وښودله چې د ايران د ايټمي فعاليتونو صلح ايزه وده او پرمختګ د امريکې په پراخو بنديزونو او دباونو سره نه اودريږي او دا چاره په ايران کښې د ټېکنالوجۍ د ځاي او مقامي  والي ښودنه کوي.

امريکايان د يو اړخيزپالنې له پالېسۍ نه علاوه د نورو په ګواښلو او ورباندې د رعب په اچولو سره کوشش کوي چې نور هېوادونه د ايران په خلاف له ځان سره ملګري کړي او دا مسئله له امريکې نه بغېر د برجام د ايتمي موافقې په قضيه کښې ليدل کېدې شي.

په همدې لړ کښې د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف پرون د ايران د برجامي ژمنو د کمښت بهير د امريکې او اروپا د چلند نتيجه وبلله او وې ويل، امريکې نه يوازې د نړيوالو حقوقو په خلاف چلند سره د خپلو ژمنو خلاف ورزي وکړه بلکه د بنديز او بائيکاټ له لارې د سزا ورکولو په ګواښ سره يې د نړۍ ټول هېوادونه د برجام په ايټمي موافقې له عمل کولو منعې کړل.

د برجام ايټمي موافقې په وړاندې د ايران اقدامات د امريکې او اروپا چلندونو ته يو طبيعي ځواب دے او همدارنګ دا د ايران طبيعي حق دے چې په برجام ايټمي موافقه کښې ليدل شوے دے. په داسې حالاتو کښې هغه هېواد چې د امريکې د ادعا له مخې ايټمي باج غوښتنه کوي ايران نه دے بلکه دا امريکه ده چې د ټولو لپاره د شرطونو په ټاکلو، ګواښلو او ورباندې د رعب په اچولو سره  د ايران په وړاندې په بدمعاشۍ سره د خبلو ګټو د حاصلولو تکل کوي.

----------