اسلامی ایران به دخپلې دفاعی توانمنۍزیاتول هیڅکله هم ونه دروی
د وحشی صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په مقابل کې دفلسطین د مظلوم ملت لپاره به دروا دفاع حق محفوظ وی .هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې صهونیسټ رژیم په دغو وحشی ډوله حرکتونو سره ، ګام په ګام ګړنګ ته د نزدېکیدا په حال کې دی
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران عمومی قوماندان سردار حسین سلامی نن د ایران دتوغندی د پلار شهیدا حسن طهرانی مقدم او دسپاه د هوافضا ځواک د شهیدانو د درنښت د دستورو په څنډې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې دفاعی توانمنۍ د ایران داسلامی جمهوریت د سرئې کرښې برخه ده زیاته کړې ، دفاعی توانمنۍ هیڅکله هم د د هیچا له خوا د خبرواترو ، بدلولو،درولو او کنټرولولو وړ نه دی .
سردار سلامی د ایران د توغندی دقیق شیشت ته په اشارې سره روښانه کړې ، نن سبا د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک په ډیرو ظرفیَتونوسره ، د هر قدرت او دښمن د هډوکو د ماتولو لپاره لازم توان او وړتیاوې تر لاسه کړې دی .
سردار سلامی همداراز د صهیونیسټی رژیم په جنایتکارو لاسونو سره د فلسطین دمقاومت د قوماندانانو شهادت ته په اشارې سره ووئیل ، د وحشی صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په مقابل کې دفلسطین د مظلوم ملت لپاره به دروا دفاع حق محفوظ وی .هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې صهونیسټ رژیم په دغو وحشی ډوله حرکتونو سره ، ګام په ګام ګړنګ ته د نزدېکیدا په حال کې دی ، زیاته کړې ، د اسلامی نړۍ دزغم پړاؤ سوکه سوکه په ختمیدا دی او د وحشی رژیم د شرارتونو په دوام سره به ددوی د نسکوریدا درستې زمینې د همدوی په لاس برابرې شی .