د ایران د بلواؤ ترشا ولاړوهیوادونو ته به کلک ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86084-د_ایران_د_بلواؤ_ترشا_ولاړوهیوادونو_ته_به_کلک_ځواب_ورکړو
اسحاق جهانګیری زیاته کړې،د سیمې هیوادونه دې له ایران سره په نهایت ادب او احترام سره چلند وکړی،که داسې نه وی،نو د دوی ددغه کرغیړن چلند ځواب ورکولی شو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 24, 2019 03:20 Asia/Kabul
  • د ایران د بلواؤ ترشا ولاړوهیوادونو ته به کلک ځواب ورکړو

اسحاق جهانګیری زیاته کړې،د سیمې هیوادونه دې له ایران سره په نهایت ادب او احترام سره چلند وکړی،که داسې نه وی،نو د دوی ددغه کرغیړن چلند ځواب ورکولی شو .

 زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران د ولسمشرمرستیال اسحاق جهانګیری  پرون ناوخته په یولړڅرګندون کې وئیلی دی،که ثابته شی ،د سیمې ځینی هیوادونه د  ایران په وروستیو بلواؤ رامینځة کونې کې لاس  درلودلی ، نو حتما به کلک ځواب ترلاسه کړی .

 اسحاق جهانګیری  زیاته کړې،د سیمې هیوادونه دې   له ایران سره  په نهایت ادب او احترام سره چلند وکړی ، که داسې نه وی ،نو د دوی ددغه کرغیړن  چلند ځواب  ورکولی شو .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې امریکایانو نیّت درلود ، په بندیزونو لګولو،سره  د ایران اقتصاد  تباه کړی ،خو بریالی نه شول ووئیل،د ایران په ضد دبندیزونو په اعمالولو کې د امریکا  له ناکامۍ وروسته  واشنګټن هڅه کړې  په   ناکراریو را مینځةکولو سره ، اسلامی ایران باندې ګوزار وکړی ، چې په دغې دسیسې کې هم ناکام شول .

 هغه روښانه کړې ، د امریکا او دهغې انډیوالانو تالی څټو ته به  د نورو  په  چارو کې  په ګوتوهنې  سره هیڅ په لاس ورنشی او یوازې خپل ځانونه به  دسیمې  دملتونو په وړاندې نوره هم سپک او شرمنده کړی .