د ایران د بلواؤ ترشا ولاړوهیوادونو ته به کلک ځواب ورکړو
اسحاق جهانګیری زیاته کړې،د سیمې هیوادونه دې له ایران سره په نهایت ادب او احترام سره چلند وکړی،که داسې نه وی،نو د دوی ددغه کرغیړن چلند ځواب ورکولی شو .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران د ولسمشرمرستیال اسحاق جهانګیری پرون ناوخته په یولړڅرګندون کې وئیلی دی،که ثابته شی ،د سیمې ځینی هیوادونه د ایران په وروستیو بلواؤ رامینځة کونې کې لاس درلودلی ، نو حتما به کلک ځواب ترلاسه کړی .
اسحاق جهانګیری زیاته کړې،د سیمې هیوادونه دې له ایران سره په نهایت ادب او احترام سره چلند وکړی ، که داسې نه وی ،نو د دوی ددغه کرغیړن چلند ځواب ورکولی شو .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې امریکایانو نیّت درلود ، په بندیزونو لګولو،سره د ایران اقتصاد تباه کړی ،خو بریالی نه شول ووئیل،د ایران په ضد دبندیزونو په اعمالولو کې د امریکا له ناکامۍ وروسته واشنګټن هڅه کړې په ناکراریو را مینځةکولو سره ، اسلامی ایران باندې ګوزار وکړی ، چې په دغې دسیسې کې هم ناکام شول .
هغه روښانه کړې ، د امریکا او دهغې انډیوالانو تالی څټو ته به د نورو په چارو کې په ګوتوهنې سره هیڅ په لاس ورنشی او یوازې خپل ځانونه به دسیمې دملتونو په وړاندې نوره هم سپک او شرمنده کړی .