په عراق کښې د ایران په کنسولګرۍ برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86168-په_عراق_کښې_د_ایران_په_کنسولګرۍ_برید_شوی
ایرنا خبری اژانس وایی د عراق رسنیو بیګا په نجف ښار کښې د ایران په کنسولګرۍ د بلواګرو د برید خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2019 01:13 Asia/Kabul
  • په عراق کښې د ایران په کنسولګرۍ برید شوی

ایرنا خبری اژانس وایی د عراق رسنیو بیګا په نجف ښار کښې د ایران په کنسولګرۍ د بلواګرو د برید خبر ورکړ .

ویل کیږی یوشمیر  کسانو په عراق کښې په ګډوډو اقتصادی حالاتو د اعتراض تر پوښښ لاندې په نجف ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په کنسولګرۍ حمله کړی ده .

ځینو رسنیو هم راپور ورکړی چې بلواګرو  دعراق په نجف ښار کښې د ایران کنسولګرۍ ته اور اچولی دی .

د ایران په کنسولګرۍ دغه برید په داسې حال کښې شوی دی چې په نجف اشرف کښې ګرځبندیز اعلان شوی .

په نجف اشرف ښار کښې دغه ګرځبندیز د اعتراضونو او د نښتو له زیاتیدا وروسته اعمال شوی دی .

د عراق رسنیو ویلی دی چې نن په نجف ولایت کښې ټولې حکومتی ادارې چټی شوی دی .

سعودی عربستان ، متحده عربی امارات، امریکا ، انګلستان او ځینې نور عرب هیوادونه د عراق د حالاتو په خرابولو کښې نیغ په نیغه لاسونه لری .