په سمندر کښې د دروغو نندرو پړاو پاې ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86211-په_سمندر_کښې_د_دروغو_نندرو_پړاو_پاې_ته_رسیدلی
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک قومندان امیرالبحر حسین خانزادی په فارس خلیج کښې د امریکا د ائتلاف شتون ته په اشارې سره وویل له دروغو څخه د ډکو نندرو او په سمندر کښې په نمایشی ډول د ګرځیدا پړاو پاې ته رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2019 11:22 Asia/Kabul
  • په سمندر کښې د دروغو نندرو پړاو پاې ته رسیدلی

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک قومندان امیرالبحر حسین خانزادی په فارس خلیج کښې د امریکا د ائتلاف شتون ته په اشارې سره وویل له دروغو څخه د ډکو نندرو او په سمندر کښې په نمایشی ډول د ګرځیدا پړاو پاې ته رسیدلی دی .

هغه د تهران دجمعې لمانځه له خطبو مخکې د ایران د پوځ د سمندری ځواک د ورځې  په درنښت سره وویل امریکا ، انګلستان او صهیونیسټ رژیم د سمندرونو امنیت نشی خرابولی .

د ایران دسمندری ځواک قومندان  حسین خانزادی ټینګار وکړ د ایران د سمندری سرحدونو امنیت د سیمې  د ډیرو هیوادونو په اپوټه د هیواد په داخلی وسونو او ظرفیتونو تکیه لری .

هغه وویل له هغو ټولو ظالمانه بایکاټونو سره سره چې دښمانانو په تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو کښې په ایران لګولی دی د پوځ د سمندری ځواک ټول تجهیزات که هغه ډول ډول جنګی کشتۍ ، اوبتلونه ، د سمندر دپاسه او دلاندې چلیدونکی کشتې دی په هیواد کښې دننه جوړیږی .

امریکا په تیرو څو میاشتو کښې په ایران د دباو د زیاتولو په هدف سره په فارس خلیج کښې خپل پوځی شتون زیات کړی دی او د انګلستان او دصهیونیسټ رژیم په شمول له ملګرو سره یوځاې لمسونکی اقدامات ترسره کوی .