نړۍ د برجام د ساتنې او اجرا په وړاندې مسئولیت لري
د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال وویل: ایټمي موافقه د نړیوالې ډیپلماسۍ یوه بریا ده او د نړۍ هیوادونه یې د خیال ساتنې،حفاظت او اجرا په نسبت مسئول دي.
سید عباس عراقچي چې چین ته یې سفر کړی، نن د دغه هیواد له مرستیال خارجه وزیر سره له مشورتي غونډي وروسته په یو خبري کانفرنس کښې، برجام (ایټمي موافقه) د څواړخیز پالنې د یوې لاسته راوړې په توګه یاده کړه او زیاته یې کړه: برجام د ملګرو ملتو د امنیت شورا مطابق یوه موافقه ده او د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې تصویب شوې ده.
عراقچي په دې خبرې سره چې له دغې نړیوالې موافقې د وتنې لپاره د ملګرو ملتو د امنیت شورا د یوې دایمي غړې په توګه د امریکې پریکړه د امنیت شورا د مصوبې خلاف ورزي ده، څرګنده کړه: امریکا نه یوازې خپله له برجامه وتلې بلکې په دغې ایټمي موافقه کښې په پاتې نورو هیوادونو باندې هم دباؤ اچوي چې ترې ووځي خو دا کار د نورو هیوادونو لپاره د منلو وړ نه دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال هم داشان د ایټمي موافقې په قالب کښې د ایران د ژمنو کمولو ته په اشارې سره وویل: د ایران د ژمنو کمول له دغې موافقې د وتلو په معنا نه دي بلکې د هغې ژغورنه ده او د برجام د ۳۶ مادې له مخې، لوري، د دا ډول مسائلو لپاره د اختلافاتو د هواري د لاروچارو د برابرولو توانمني لري.
د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سید عباس عراقچي د دوه اړخیزې مشورتي غونډې لپاره د خپل چیني همرتبه ما جاؤ شي په بلنه بیجنګ ته تلی دی.