د ایران او عمان ترمنیځ د سمندري ټرانسپورټ موافقه لاسلیک شوه
د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر او د عمان د صنعت او تجارت وزیر د سمندري ټرانسپورټ موافقه لاسلیک کړه.
د ایران او عمان ترمینځ د سمندري ټرانسپورټ د موافقې له مخې دواړه هیوادونه د سمندري تجارت او له بندرونو د متقابلې استفادې او هم داشان د شیانو او خدماتو د تبادلې په لړ کښې ملګرتیا کوي.
د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر محمد اسلامي وویل چې ایران او عمان له پخوا راهیسې ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې تجربه کړې دي او اوس هم په تهران کښې د دواړو هیوادونو د ګډ اقتصادي کمیشن جوړیدو ته په پام سره د سمندري ټرانسپورټ په لړ کښې د ملګرتیا لپاره یو مناسب فرصت رامینځته شوی دی.
د عمان د تجارت او صنایعو و زیر علي بن مسعود السُنیدي هم د ایران او عمان د حکومتونو او ولسونو ښو سیاسي او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره هیله وښودله چې دوه اړخیزې اقتصادي ملګرتیاوې په تیره بیا د ټرانسپورټ په برخه کښې پراختیا ومومي.
د ویلو ده چې د عمان د صنعت او تجارت وزیر او د ایران او عمان د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن د عماني لوري مشر د دغه کمیشن د اتلسم پړاؤ د ترسره کولو لپاره تهران ته راغلی دی.