ایران به هرډول تیری ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86438-ایران_به_هرډول_تیری_ته_غاښ_ماتونکی_ځواب_ورکړی
زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد د صهیونیسټ رژیم د چارواکو پوځی ګواښونو او ادعاګانو ته په غبرګون کښې وویل ایران به هر ډول تیری یا احمقانه اقدام ته پښیمانه کونکی او غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2019 11:47 Asia/Kabul
  • ایران به هرډول تیری ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی

زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد د صهیونیسټ رژیم د چارواکو پوځی ګواښونو او ادعاګانو ته په غبرګون کښې وویل ایران به هر ډول تیری یا احمقانه اقدام ته پښیمانه کونکی او غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .

د صهیونیسټ رژیم د جنګ او د خارجه وزیر په شمول د دغه رژیم چارواکو په تیرو څو ورځو کښې په چټی خبرو کښې ایران ته  د نیغ په نیغه پوځی برید ګواښ وکړ .

د ایران دخارجه وزارت ویاند سید عباس موسوی نن وویل ایران به  د خپلو خلکو د مقاومت او دسرشیندنې د کلتور پراساس په قدرت تکیې سره د ملی امنیت او د هیواد په دفاع کښې یوشیبه هم ځنډ ونکړی .

هغه په دې خبرې سره چې د قدس دنیواکګر رژیم ګواښونه د دغه رژیم د کمزورتیا او ناتوانۍ نښه او د دغه رژیم د سرغنو په کورنیو مشکلاتو او کړکیچونو د سرپوښ د کیښودلو په هدف سره دی وویل د صهیونیسټ رژیم ماهیت په تیرو  اویاو(۷۰) کلونو کښې په نیواکګرۍ ، ګواښ او تیری کیښودل شوی دی .