د ایران او روسیې د رسندوي ملګرتیا پراختیا ګټه وره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86553-د_ایران_او_روسیې_د_رسندوي_ملګرتیا_پراختیا_ګټه_وره_ده
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو مرستیال د ایران او روسیې د د رسندوي ملګرتیا په پراختیا باندې په ټینګار سره وویل: د رسندوي ملګرتیا پراختیا د تهران او ماسکو د اړیکو له پراختیا سره مرسته کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2019 04:22 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې د رسندوي ملګرتیا پراختیا ګټه وره ده

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو مرستیال د ایران او روسیې د د رسندوي ملګرتیا په پراختیا باندې په ټینګار سره وویل: د رسندوي ملګرتیا پراختیا د تهران او ماسکو د اړیکو له پراختیا سره مرسته کوي.

پيمان جبلي چې د ایران د رسندوي پلاوي په مشرۍ د ایران او روسیې د رسندوي ملګرتیا د کمیټې په غونډه کښې د ګډون په موخه ماسکو ته تلی دی، زیاته کړه: د ایران او روسیې د رسنیو متقابله اشنايي د دواړو هیوادونو د اړیکو له پراختیا او د چارواکو او ولسونو ترمینځ د ارتباطاتو له ژورتیا سره مرسته کولی شي.

جبلي هم داشان د دوه اړخیزې ملګرتیا د پراختیا لپاره د ایران او روسیې د رسنیو هوډ او ارادې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو برخې له ډیرې مودې مخکښې راهیسې له روسي رسنیو سره خپلې اړیکې ټینګې کړې دي او د دواړو لورو له خوا یولړ ګډ پروګرامونه هم تعقیب شوې دي.