د جاپان وزيراعظم په رسمي توګه د ايران د ولسمشر هرکلے وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86700-د_جاپان_وزيراعظم_په_رسمي_توګه_د_ايران_د_ولسمشر_هرکلے_وکړ
د جاپان وزيراعظم نن د دغه هېواد د وزيراعظمۍ په ماڼۍ کښې په رسمي توګه د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر هرکلے وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 20, 2019 16:25 Asia/Kabul
  • د جاپان وزيراعظم په رسمي توګه د ايران د ولسمشر هرکلے وکړ

د جاپان وزيراعظم نن د دغه هېواد د وزيراعظمۍ په ماڼۍ کښې په رسمي توګه د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر هرکلے وکړ.

د هرکلي په دغو مراسمو کښې وړومبې د دواړو هېوادونو ملي ترانې وغږولې شوې او د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني او جاپان وزيراعظم شينزو آبې د ګارډ آف آنر معائنه وکړه او له هغې وروسته د دواړو پلاو غړي د دواړو هېوادونو مشرانو ته معرفي شول.

د هرکلي له مراسمو وروسته ولسمشر روحاني او شينزو آبې خاصه ليدنه کتنه وکړه او د دواړو لوړرتبه پلاو خبرې اترې اوشوې.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د يو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ نن شپه د جاپان د وزيراعظم لخوا ډاکټر روحاني ته په ورکړې شوې مېلمستيا کښې ګډون کوي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر جاپان ته له سفره مخکښې ملېشيا ته درې ورځنے سفر ولرۀ. او د اسلامي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کښې يې ګډون او وېنا وکړه.