د ایران او جاپان سیاسي سلامشورې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86718-د_ایران_او_جاپان_سیاسي_سلامشورې_دوام_لري
عراقچي: د ایران او جاپان اړیکې او سیاسي سلامشورې به په راتلونکي کښې هم دوام ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2019 12:40 Asia/Kabul
  • د ایران او جاپان سیاسي سلامشورې دوام لري

عراقچي: د ایران او جاپان اړیکې او سیاسي سلامشورې به په راتلونکي کښې هم دوام ولري.

د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال په دې خبرې سره چې د تهران او ټوکیو سیاسي سلامشورې به جاري پاتې شي، څرګنده کړه: د ایران او جاپان د چارواکو په کتنه کښې د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو او د ایټمي موافقې او د امریکې د بندیزونو په هکله خبرې اترې وشوې.

د ایرنا د خبر له مخې سید عباس عراقچي نن جاپان ته د ایران د ولسمشر د سفر د پایلو په هکله، په دې خبرې سره چې د تهران او ټوکیو ترمینځ تل نزدې سیاسي سلامشورې برقرارې دي، زیاته کړه: په روان کال کښې چې د ایران او جاپان د اړیکو نویمه لسیزه ده، د امریکې د دباؤنو او ناروا بندیزونو په شمول چې له له ایټمي موافقې په وتلو سره راتپل شوې دي، د روانو بدلونونو په وجه ضروري وه چې د ایران او جاپان ترمینځ لانزدې او لاکوټلې خبرې اترې وشي.

عراقچي څرګنده کړه: په هم دې چوکاټ کښې بیګا د ایران او جاپان د چارواکو ترمینځ کوټلي مذاکرات وشوه.

د ویلو ده چې د اسلامي ایران ولسمشر ټوکیو ته له یو بریمن سفر او د دغه هیواد له وزیراعظم شنزو آبه سره له سلامشورو وروسته نن تهران ته راستون شو.