په ملایشیا او جاپان کښې ډیرې ښې موافقې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86727-په_ملایشیا_او_جاپان_کښې_ډیرې_ښې_موافقې_وشوې
د اسلامي ایران ولسمشر چې د جاپان او ملایشیا د وزیراعظمانو په رسمي بلنه یې دغو دوو هیوادونو ته سفر کړی و، پرون مازیګر تهران ته راستون شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2019 02:18 Asia/Kabul
  • په ملایشیا او جاپان کښې ډیرې ښې موافقې وشوې

د اسلامي ایران ولسمشر چې د جاپان او ملایشیا د وزیراعظمانو په رسمي بلنه یې دغو دوو هیوادونو ته سفر کړی و، پرون مازیګر تهران ته راستون شو.

ولسمشر روحاني تهران ته له رارسیدو سره سم په اوسني پړاؤ کښې ملایشیا او جاپان ته خپل سفر ډیر بااهمیته وباله او څرګنده یې کړه چې په دغو دواړو هیوادونو کښې ډیرې ښې موافقې وشوې.

هغه د کوالالمپور د غونډې ترڅنګ د ملایشیا، ایران، ترکیې او قطر د مشرانو غونډې ته په اشارې سره وویل: په دغه غونډه کښې د څلورو واړو هیوادونو د ملګرتیا په هکله ډیرې ښې پریکړې وشوې او البته وټاکله شوه چې د پراختیا د مسئلې په تیره بیا په نویو ټیکنالوجیو کښې د صنعت په مختلفو برخو کښې د ملګرتیا په لړ کښې نورو هیوادونو ته هم بلنه ورکړی شي.

ولسمشر زیاته کړه: ډیر زر به د ایران او ملایشیا د ملګرتیاؤ ګډه غونډه جوړه شي او د دغه هیواد وزیراعظم ماهاتیر محمد غواړي په نزدې راتلونکي کښې ایران ته سفر راوکړي.

ولسمشر روحاني هم داشان په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت له جاپان سره د یو دوست په توګه له تیرو ۹۰ کلونو څخه نزدې سیاسي اړیکه لري، زیاته کړه: جاپانیانو د امریکې د غیرقانوني بندیزونو د ماتولو په لړ کښې یو نوی وړاندیز درلود چې وټاکلې شوه په دې لړ کښې د دواړو هیوادونو سلامشورې دوام وکړي.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان وویل چې د جاپان وزیراعظم شنزو آبه د چابهار په ټرانزیټي پروژه کښې پانګونې ته هم چمتووالی ښودلی دی.