د ایران د چین او د روسیې ګډه سمندری مانوره کیږی
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو ویاند برید جنرال پاسدار ابوالفضل شکارچی وویل په عمان سمندر او هند اوقیانوسیې کښې د نړیوال تجارت د امنیت د زیاتیدا او پیاوړتیا لپاره د ایران د روسیې او د چین درې(۳) اړخیزه سمندری مانوره ترسره کیږی .
هغه پرون په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې د روسیې د چین او د ایران د ګډې سمندری مانورې په هکله وویل له راتلونکی جمعې ورځې راهسې دغه مهمه سمندری مانوره تر څلورو (۴) ورځو پورې د عمان سمندر او د هند اوقیانوسیې په شمال کښې ترسره کیږی .
د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند برید جنرال ابوالفضل شکارچی په دې خبرې سره چې دغه مانوره ځانګړی اهمیت لری وویل د هند اوقیانوسیه او عمان سمندر د نړیوال تجارت مهمې سیمې ګڼل کیږی او په دغو سیمو کښې ډیر هیوادونه تګ راتګ کوی او په همدې وجه په دغو سیمو کښې د امنیت ټینګول مهم او ضروری دی .
هغه وویل د ایران اسلامی جمهوریت تراوسه ثابته کړی ده چې په نړیوالو اوبلارو په تیره بیا د عمان سمندر او د هند اوقیانوسیې په مهمې سیمې کښې د امنیت د ټینګولو لپاره یې تل هڅه کړی ده ټینګار وکړ د روسیې د چین او د ایران ګډه مانوره په دغو سیمو کښې د نړیوال تجارت د امنیت د زیاتیدا او د پیاوړتیا لپاره ترسره کیږی .
هغه وویل له ترهګرۍ او سمندری غلا سره د مقابله د دغه درې اړخیزه سمندری مانورې بل هدف دی .