اسلامی ایران او چین خپل مینځنۍ اړیکې نوره هم پراخوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86933-اسلامی_ایران_او_چین_خپل_مینځنۍ_اړیکې_نوره_هم_پراخوی
جواد ظریف د ایران په ضد د امریکا په یو اړخیزو بندیزونو په سختو نیوکو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل،له یو اړخیز پالنې سره دې مقابله او له څواړخیز پالنې څخه دې ملاتړ وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 31, 2019 12:04 Asia/Kabul
  •   اسلامی ایران او چین خپل مینځنۍ اړیکې نوره هم پراخوی

جواد ظریف د ایران په ضد د امریکا په یو اړخیزو بندیزونو په سختو نیوکو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل،له یو اړخیز پالنې سره دې مقابله او له څواړخیز پالنې څخه دې ملاتړ وکړی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  چې چین ته په دوه ورځنی سفر تللی ، نن سهار  دچین له خارجه وزیر وانګ یی  سره  په کتنې کې   له څو اړخیز پالنې څخه  ددغه هیواد ملاتړ ته په  اشارې سره ئې ووئیل ،  له ایران سره داړونده موضوعګانو پشمول  له نړیوالو موضوعګانو او مسئلو  څخه په ملاتړ کې  دچین رول  ډیر مهم دی .

 جواد ظریف  د ایران په ضد د امریکا په یو اړخیزو بندیزونو په سختو نیوکو سره  له نړیوالې ټولنې وغوښتل،له یو اړخیز پالنې سره دې مقابله او   له څواړخیز پالنې څخه دې ملاتړ وکړی  .

د ایران خارجه وزیر  همداراز د تهران او بیجینګ  ترمینځ سټراټژیکو اړیکو ټینګیدا ته په اشارې سره  ووئیل ،  په سټراټژیکه سویه د دواړو هیوادونو د اړیکو لوړتیا ، د تعاملاتو اواړیکو  دزیاتولو لپاره د تهران وبیجینګ د لیوالتیا ښودنه کوی .

د چین خارجه وزیر وانګ یی هم  د دواړو هیوادونو  اړیکو مخینې ته په  اشارې سره  ددغو اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ .

 د ایران  خارجه وزیر  د چین له لوړپوړو چارواکو سره دلیدوکاتو لپاره  د یوه لوړروتبه پلاوی په مشرۍ  نن سهار وختی   بیجینګ ته تللی دی .