اسلامی ایران او چین خپل مینځنۍ اړیکې نوره هم پراخوی
اسلامی ایران او چین خپل مینځنۍ اړیکې نوره هم پراخوی
جواد ظریف د ایران په ضد د امریکا په یو اړخیزو بندیزونو په سختو نیوکو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل،له یو اړخیز پالنې سره دې مقابله او له څواړخیز پالنې څخه دې ملاتړ وکړی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې چین ته په دوه ورځنی سفر تللی ، نن سهار دچین له خارجه وزیر وانګ یی سره په کتنې کې له څو اړخیز پالنې څخه ددغه هیواد ملاتړ ته په اشارې سره ئې ووئیل ، له ایران سره داړونده موضوعګانو پشمول له نړیوالو موضوعګانو او مسئلو څخه په ملاتړ کې دچین رول ډیر مهم دی .
جواد ظریف د ایران په ضد د امریکا په یو اړخیزو بندیزونو په سختو نیوکو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل،له یو اړخیز پالنې سره دې مقابله او له څواړخیز پالنې څخه دې ملاتړ وکړی .
د ایران خارجه وزیر همداراز د تهران او بیجینګ ترمینځ سټراټژیکو اړیکو ټینګیدا ته په اشارې سره ووئیل ، په سټراټژیکه سویه د دواړو هیوادونو د اړیکو لوړتیا ، د تعاملاتو اواړیکو دزیاتولو لپاره د تهران وبیجینګ د لیوالتیا ښودنه کوی .
د چین خارجه وزیر وانګ یی هم د دواړو هیوادونو اړیکو مخینې ته په اشارې سره ددغو اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر د چین له لوړپوړو چارواکو سره دلیدوکاتو لپاره د یوه لوړروتبه پلاوی په مشرۍ نن سهار وختی بیجینګ ته تللی دی .