د حاجي قاسم سلیماني ټرور، د امریکا د جنګي جنایت ښکاره مصداق
د ډګر جنرال قاسم سلیماني وژله چې د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان په اعتراف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په نیغ په نیغه امر شوې، د امریکا د ترهه ګر دولت د جنګي جنایتونو ښکاره بیلګه او د ایران له اسلامي جمهوري نظام سره یې د دښمنۍ اوج دی.
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قدس غونډ قومندان جنرال سردار سلیمانی د الحشد العشبی ولسي ځواک د قومندان له ځای ناستي ابو مهندس مهدي سره یوځای د بغداد په نړیوال هوايي ډګر د امریکایي چورلکو په راکټي برید کې شهید شو.
د ډګر جنرال قاسم سلیماني وژله چې د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان په اعتراف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په نیغ په نیغه امر شوې، د امریکا د ترهه ګر دولت د جنګي جنایتونو ښکاره بیلګه او د ایران له اسلامي جمهوري نظام سره یې د دښمنۍ اوج دی.
د امریکا دولت په تېرو څلویښتو کلونو کې د ایران په خلاف ډېر جنایتونه کړې چې اقتصادي فشار او بندیزونه، پوځي عملیات او کودتا، غیر مستقیم جنګ، د ترهه ګرو ډلو جوړول، له ایرانه د نورو ویرول، نیابتي جنګ او د ایران د مختلفو مقاماتو، پوهانو او ساینسپوهانو وژل د دغه جنایتونو ځینې بېلګې دي. د ایران ولس هیڅکله د ۱۹۸۸ کال د جولایي په دریمه د ایران په مسافري الوتکې ایرباس د امریکا د سمندرې بېړې حمله چې پکې ۲۹۰ بې ګناه ایرانیان ووژل شول، نه هېروي.
د قاسم سلیماني ترور یو ځل بیا وښودله چې د امریکا د دولت او د ترهه ګرو ډلو تر مینځ نه شلېدونکې او نزدې رابطه موجوده ده . قاسم سلیماني له ترهه ګرو په تېره بیا له داعشي ترهه ګرو سره په مقابله کې ځلانده مخینه لري. سردار ډګر جنرال شهید سلیماني نه یوازې په عراق بلکې په سوریه کې هم له ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کې لوی رول لرلی دی. په دې ډول چې ګارډین ورځپاڼې څو ورځې مخکې هغه د نړۍ په لسو لویو کسانو کې یاد کړ او وې لیکل چې «امریکا او اسراییلو څو څو ځله د هغه د ختمولو هڅه کړې ده»
د امریکا فارن پالیسۍ مجلې هم تېر کال قاسم سلیماني د نړۍ د دفاعي امنیتي چارو په لسو لویو متفکرو کسانو کې رواسته. بې له شکه د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د دغه کوماندان شهید په مقام ټینګار د هغه خاص رول له امله دی چې هغه له ترهه ګرۍ سره په مقابله کې په تېره بیا په سوریه او عراق کې ولوباوه. له دوه زره یوولسم کاله راپه دېخوا چې د لویدیځ په توطئې او د عربستان په شان هیوادونو په مالي ملاتړ سره د داعش او جبهة النصره په شان ترهه ګرې ډلې په سیمه کې جوړې شوې قاسم سلیماني په عراق او سوریه کې د دغه ګواښونو سره د مقابلې لپاره نوی ماموریت ومونده .
شهید سلیماني په عراق کې حشد الشعبي او په سوریه کې د وطني دفاع قواوې جوړې کړې او په شپږو کلونو کې یې په دغو دوو هیوادونو کې د ترهه ګرۍ ټغر کابو ورټول کړ.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم سردار سلیماني له داعش، النصره، القاعدې او نورو سره په مبارزه کې تر ټولو اغیزشیندونکی کس یاد کړ چې د امریکا د نړیوالې ترهه ګرۍ ښکار شوی دی.
سردار سلیماني نن سهار یعنې د جنورۍ په دریمه نېټه په داسې حال کې د امریکایانو له خوا ترور شو چې د داعش د بیا ژوندي کیدو د مخنیوي په هدف عراق ته تللی و او د حشد الشعبي ځواکونو په مرسته د داعش له پاتې شوونو سره د مبارزې په حال کې ؤ، خو د حشد الشعبي له مرستیال ابو مهدي المهندس سره یو ځای د امریکایي ځواکونو د ترورنښه وګرځیده.
داعشي پاتې شوونو په تېر و دوو میاشتو کې د عراق له ناامنه او بې ثباته فضا چې د امریکایی، سعودي او صهیونستي چورلیز د مداخلې په وجه پېدا شوې، د دغه ترهه ګرې ډلې د بیا ژوندې کولو هڅه کوله او اوس د امریکا ولسمشر د قاسم سلیماني او ابو مهدی المهندس د ترور په حکم سره په عراق کې د دغه ترهه ګرې ډلې د مرستې لپاره لوی ګام پورته کړی دی.
پر دې سربېره شهید سلیماني د لویدیځې اسیا په سیمه کې د مقاومت د چورلیز په لوړاوي کې مهم رول لرلی او د اسلامي انقلاب د مشر په تعبیر « د مقاومت نړيواله څیره» وه.
د مقاومت چورلیز نن د لویدیځې آسیا په سیمه کې یو نه انکاریدونکی لوبغاړی دی او امریکایان سعودیان او صهیونسټان یې نه شي زغملی ځکه چې دغه چورلیز په سیمه کې له هر ډول بهرنۍ مداخلې او سازش سره مخالف دی.
له همدې امله د اسلامي انقلاب مشر هم د تسلیت په پیغام کې چې د ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت په مناسبت یې ورکړ وویل چې د مقاومت ټول مینیان د هغه د وینې غچ غواړي.