امریکایان به نور په نړۍ کې ارامښت ونلری
ښاغلی خاتمی د دې خبرې په کولو سره چی شهید سلیمانی نه ستړې کیدونکې مجاهد وو زیاته کړه ډګر جنرال سلیمانی په خپلو هڅو سره د داعش ترهه ګره ډله تباه کړه .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... سید احمد خاتمی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی په شهیدولو کې د امریکا د جنایت په غندلو سره ټینګار وکړ امریکایان به نور په نړۍ کې د ارمښت مخ ونه وینی .
ښاغلی خاتمی د دې خبرې په کولو سره چی شهید سلیمانی نه ستړې کیدونکې مجاهد وو زیاته کړه ډګر جنرال سلیمانی په خپلو هڅو سره د داعش ترهه ګره ډله تباه کړه .
له بلې خوا د اسلامی ایران درستو خلکو نن د جمعې لمانځه له ترسره کولو وروسته د لاریونونو په ترسره کولو سره د سردار ډګر جنرال سلیمانی په شهیدولو کې د امریکا جنایت وغنده . د ایران خلکو د تهارن په شمول په بیلا بیلو ښارونو کې په دغو لاریونونو کې ، مړه دې امریکا ، مړو دې وی اسراییل ، حسین حسین شعار ماست ، شهادت افتخار ماست ، دا دومره لښکر د رهبر په عشق کې راغلی ، په شان شعارونه ورکړل . د ایران د خلکو بیلا بیلو پرګنو په دغه لاریون کې د سردار ډګر جنرال سلیمانی د شهادت له عاملانو د غچ اخیستلو په ضرورت ټینګار وکړ .
سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی نن سهار د عراق بغداد هوایی ډګر ته نږدې د امریکایی ترهه ګرو او تیری ګرو ځواکونو په هوایی حمله کې شهید شو .