د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سلیمانی کور ته ورغی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87020-د_اسلامی_انقلاب_ستر_لارښود_د_سلیمانی_کور_ته_ورغی
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د شهید سلیمانی اخلاص او سرشیندنې ته په اشارې سره وویل حاج قاسم په ځلونو ځلونو له شهادت سره مخ شوی و خو د خدای پاک او د جهاد او د دندې د ترسره کیدا په لاره کښې یې له هیڅ چا او هیڅ شی ویره نلرله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2020 09:37 Asia/Kabul
  • د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سلیمانی کور ته ورغی

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د شهید سلیمانی اخلاص او سرشیندنې ته په اشارې سره وویل حاج قاسم په ځلونو ځلونو له شهادت سره مخ شوی و خو د خدای پاک او د جهاد او د دندې د ترسره کیدا په لاره کښې یې له هیڅ چا او هیڅ شی ویره نلرله .

هغه حضرت د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قومندان ډګر جنرال کور ته په ورتلو سره د شهید د کورنۍ ته په تسلۍ ویلو سره  د هغه لوړ مقام او مخلص مجاهد د شهادت په هکله مبارکی او تسلیت ووایه .

د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د نړۍ د ترټولو خبیثو  کسانو  یعنی دامریکا په لاس د سردار سلیمانی شهادت او په دغه جنایت د امریکا د چاراکو ویاړ کول د دغه زړور مجاهد لپاره مهمه ځانګړتیا وبلله او جوته یې کړه د سلیمانی جهاد ستر جهاد وو او خدای پاک هم د هغه شهادت ستر شهادت وګرځوه .

د ایران ولسمشر حسن روحانی ،  د پارلمان مشر علی لاریجانی ، د قضایی قوې مشر ابراهیم رئیسی اور نور پوځی او سیاسی چارواکی هم د شهید سلیمانی کور ته ورغلل او د هغه کورنۍ ته ته مبارکی او تسلیت ووایه .

د ایران ولسمشر حسن روحانی د شهید سلیمانی له کورنۍ سره په کتنې کښې وویل سلیمانی به د ایران دملت  او د نړۍ د ازادی غواړو په تاریخ کښې تل ژوندی او سرلوړې پاتې شی .

هغه وویل امریکا به د دغه جنایتکار اقدام نه یوازې نن ورځ  بلکې په راتلونکو کلونو کښې به هم اغیزونه ووینی  .

د ایران ولسمشر حسن روحانی زیاته کړه د ایران او دسیمې په تیره بیا د عراق د سوریې د  یمن د لبنان او د افغانستان د خلکو لپاره د امنیت د تامینولو په لړ کښې د سلیمانی خدمتونه  هیریدونکی نه دی .