د سلیمانی او المهندس شهادت د مقاومت روحیه پیاوړی کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87024-د_سلیمانی_او_المهندس_شهادت_د_مقاومت_روحیه_پیاوړی_کوی
زمونږ خبریال وایی د نایجریا د اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکی د قاسم سلیمانی او د ابو مهدی المهندس شهادت د مقاومت د لارې د مبارزې د روحیې د پیاوړتیاب سبب وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2020 11:26 Asia/Kabul
  • د سلیمانی او المهندس شهادت د مقاومت روحیه پیاوړی کوی

زمونږ خبریال وایی د نایجریا د اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکی د قاسم سلیمانی او د ابو مهدی المهندس شهادت د مقاومت د لارې د مبارزې د روحیې د پیاوړتیاب سبب وباله .

هغه په یوې (۱) بیانیې کښې د زړه له تل څخه د قاسم سلیمانی او د ابو مهدی المهندس د شهادت په هکله حضرت امام زمان علیه السلام ، د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ، د نړۍ ټولو مسلمانانو او مذهبی مراجعو او په تیره بیا د دغو زړورو شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه .

د نایجریا د اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکی په دغه بیانیې کښې دغه راز سردار قاسم سلیمانی ، ابو مهدی مهندس ، او د دوې نورو ملګرو ته د شهادت درجې ته د رسیدا په خاطر مبارکی وویله .

د نایجریا د اسلامی غورځنګ مشر وویل د ځمکې په مخ د دنیا ترټولو مستکبر هیواد امریکا یوځل بیا د سردار سلیمانی او د المهندس په ټرور سره یو(۱) جدی او لمسونکی اقدام  ترسره کړ ځکه چې دغه نامتو شهیدان ستراتیژیک کارپیژاندی وو چې کلونه کلونه یې د ترهګرو له شر څخه د سوریې او د عراق د خلاصولو لپاره هڅه وکړه .