د ډګر جنرال سردار سلیماني او ابو مهدي المهندس د وژلو پایلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87025-د_ډګر_جنرال_سردار_سلیماني_او_ابو_مهدي_المهندس_د_وژلو_پایلې
د قاسم سلیماني وژله د ایران او امریکا لپاره ډېرې مهمې پایلې لرلی شي
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 04, 2020 11:28 Asia/Kabul
  • د ډګر جنرال سردار سلیماني او ابو مهدي المهندس د وژلو پایلې

د قاسم سلیماني وژله د ایران او امریکا لپاره ډېرې مهمې پایلې لرلی شي

 

امریکایانو د جمعې په سهار په یو جنایتکارانه اقدام کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران  د قدس ځواکونو کوماندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د حشد الشعبي ځواک نایب مشرابو مهدي المهندس ترور او شهیدان کړل.

مهمه پوښتنه دا ده چې دغه جنایت به څه پایلې ولري.؟

 د دغه جنایت لومړۍ پایله دا ده چې  په ایران کې دننه د ایرانۍ ټولنې د لا زیات پېوستون او یووالي سبب شوی دی. د ایران خلک قاسم سلیماني یو ملي شخصیت او تر ګوندونو لوړ ګڼي. له همدې امله پرون خلکو او شخصیتونو په یو هېړ او یو غږ د قاسم سلیماني د شهیدولو د امریکا اقدام یو جنایت وباله.

د دغه جنایت دوهم پایله دا ده چې د ایران او عراق  تر مینځ یې وحدت  زیات کړ. امریکایانو په تېرو دو میاشتو کې ډېرې هڅې وکړې چې د ایران او عراق تر مینځ  درز او اختلاف راولي خو د سلیماني او المهندس د جنازې په دستورو کې دخلکو پراخ شتون وښودله چې  د امریکایانو جنایت د تهران او بغداد د لا نزدېکت او یووالي سبب شوی دی.

 د دغه جنایت دریمه پایله دا ده چې  له امریکا کرکه او نفرت په تېره بیا د عراق په خلکو کې زیات شو. د عراق  خلکو چې د شهیدانو د جنازې په دستورو کې یې برخه اخستې وه  په یو غږ د مړه دې وي امریکا شعارونه ورکړل او له عراقه یې د امریکایانو د وتلو غوښتنه وکړه.

د دغه جنایت څلورمه پایله دا ده چې د امریکا په هلکه د ایران د خلکو ذهنیت بدل شوی دی د امریکا د پوهنتون استاد او د ایران د مسایلو تکړه څیړاندی یرواند آبراهامیان په دې اړه وایي چې : ایرانیانو تر اوسه امریکا یو توطئه ګر دولت ګاڼه خو د قاسم  سلیماني له تروره وروسته  امریکا  یو ترهه ګر دولت ګڼي چې یو کس وژني او دا جنایت حتی له خپلو پولو بهر کوي.

 د دغه جنایت پینځه پایله دا ده چې  د خپل پوزیشن د مزبوتولو لپاره یې د مقاومت هوډ لا کلک کړی دی. امریکایانو په زیاتو تبلیغاتو سره هڅه وکړه داسې وبرېښوي چې د قاسم سلیماني ترور د هغوي لپاره یوه لویه کامیابي وه ځکه چې  د مقاومت یو لوی چورلیز یې ترور کړ. که څه هم  سردار سلیماني  د مقاومت د چورلیز یو مهم کوماندان  او د انقلاب د مشر په تعبیر  د مقاومت یو نړیوال شخصیت و، خو د امریکا غلطي دا ده چې  د مقاومت محور په یو کس قایم او ولاړ ګني. دا په داسې حال کې دي چې د مقاومت محور ثابته کړه چې  په یو کس نه دی ولاړ، لکه څنګه چې  د لبنان د حزب الله د پخواني عمومي منشي  سید عباس موسوي له تروره وروسته ، د هغه په ځای حسن نصر الله راغی  چې نن په لویدیځې آسیا سیمه کې یو ډېر پیاوړی او مهم کس ګڼل کیږي او صهیونسټي دښمن ترې سخت ویریږي.

 د دغه وژلې شپږمه پایله دا ده چې دغه جنایت له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو سبب ګرځېدلی شي. امریکای د عراق د واکمنۍ په ماتولو سره  قاسم سلیماني او د حشد الشعبي  نایب مشر  ابو مهدي المهندس شهیدان کړل. له دې امله  له پرونه تر اوسه د عراق مقاماتو او شخصیتونو د امریکا له خوا د  عراق د واکمنۍ خلاف ورزي غندلې او ځینو  عراقي شخصیتونو  او ډلو حتی له عراقه رسما د امریکایي ځواکونو د ویستلو غوښتنه کړې ده. حتی د عراق د تقلید مرجع ایت الله حایري هم په یوې فتوې کې ویلې چې  په عراق کې د امریکایانو شتون حرام دی.