د نوروهیوادونوپرضددافغانستان له خاورې داستفادې لپاره په اجازت نه ورکولوداشرف غنی ټینګار
افغانستان په سیمه کې د تاوتریخوالی د زیاتیدا له احتماله اندیښمن دې او او له خپل ستر ګاونډی ایران سره پراخې ژبنی ، دینی ، تاریخی او کلتوری ګډولې لری
د افغانستان ولسمشر وویل د دغه هیواد له خاورې به د هیڅ هیواد پرضد استفاده ونشی . محمد اشرف غنی د امریکا له خارجه وزیر پمپیو سره له ټیلی فونی خبرو وروسته د سردار سلیمانی په ترور په غبرګون کې زیاته کړه افغانستان په سیمه کې د تاوتریخوالی د زیاتیدا له احتماله اندیښمن دې او او له خپل ستر ګاونډی ایران سره پراخې ژبنی ، دینی ، تاریخی او کلتوری ګډولې لری .
مخکې د افغانستان د وحدت ملی حکومت اجرایی مشر عبد ا... عبدا... هم په یوه بیانیه کې د ایران ملت او حکومت ته د سپاه د قدس غونډ د قوماندان ډګر جنرال حاج قاسم سلیمانی د شهادت په مناسبت تسلیت ویلې وو .
د نوروهیوادونوپرضددافغانستان له خاورې داستفادې لپاره په اجازت نه ورکولو د اشرف غنی ټینګارهغه کړچار دې چی په طبیعی توګه هر هیواد دځینو سیمه ایزو او له سیمې واخوا لوبغاړو له بلاغوښتنو د خوندی کیدا لپاره غوره کوی . د اشرف غنی دا دریځ چی د امریکا له خارجه وزیر پمپیو سره له ټیلی فونی خبرو وروسته غوره شو په داسې حال کی دې چی په تیرو څه د پاسه اتلسوکلونو او د امریکا په وسیله د امریکا له نیواکه وروسته ، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو لپاره یو ستر امنیتی ګواښ او چیلنج د امریکا د شتون دوام دې چی سبب شوې ترهه ګرې ډلې هم په افغانستان کی د خپل فعالیت د دوام لپاره زیاته انګیزه او پلمه پیدا کړی .
په افغانستان کی د امریکا کابودوه لسیزو نیواکګر شتون ، په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلګیو وده او د سیمې په هیوادونو کې د هغو پټه تاکتیکی ځای پر ځای کیدا سبب شوی ده چی د افغانستان ګاونډی هیوادونه په مستقیم او غیر مستقیمه توګه په افغانستان کی د افراطی ډلو د شتون له امله له ناامنیو سره مخامخ شی چی په ګاونډیانو کی پاکستان هغه هیواد دې چی په دې زمینه کې له زیاتو تاوانونو سره مخامخ دی .
البته باید پام وشی چی د امریکا په مشرۍ د نیواکګرانو د شتون له دوامه افغانستان زیات تاوان لیدلې دې او په داسې شرایطو کې د افغانستان خلک تمه لری چی د اشرف غنی په شمول د دغه هیواد لوړ رتبه چارواکی د خپلو میلی ګټو د تامینولو په لړ کې له امریکایی چارواکو سره په خبرو کې پریکنده او پیاوړې دریځ غوره کړی . امریکا د افغانستان په داخلی چارو کې ډیرې لاس وهنې کوی ، حتی د ځای چارواکو په ټاکلو او لیری کولو کی لاس وهنه سبب شوی ده چی د افغانستان ملی حاکمیت او خپلواکۍ ډیره کمزوری شی .
د دغو لاس وهنو تازه بیلګه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مسله کې په کابل کې د امریکا د سفیر لاس وهنه ده چی د دغه هیواد د مسولانو او د انتخابانو د کاندیدانو اعتراضونه راپارولی دی .
په داسې شرایطو کی چی امریکا د افغانستان د داخلی چارو په بیلا بیلو اړخونو کې لاس وهنه کوی د نوروهیوادونوپرضددافغانستان له خاورې داستفادې لپاره په اجازت نه ورکولو د اشرف غنی ټینګار له ډیرو شکونو سره مخامخ دې .