ټول ایران د سردارسلیماني د شهادت په غم کښې ډوب دی
ټول ایران د سردار سلیماني د شهادت په غم کښې ډوب دی
د جمعې له ورځې راهیسې په ټول اسلامي ایران کښې د ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني د عزادارۍ دستورې روانې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د مختلفو ښارونو خلکو بیګا هم د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان د شهادت په مناسبت د عزادارۍ او ویر د مراسمو په ترسره کولو سره د (نه جوړجاړی، نه تسلیم، له امریکې سره جنګ) چغې پورته کړې او د امریکې او صهیونیسټي رژيم بیرغونه یې وسوزول.
د ایران د مختلفو پرګنو خلکو هم داشان د زړونو د سردار قاسم سلیماني د شهادت له عاملانو په غچ اخیستو ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني او هم داشان د عراق د الحشد الشعبي په نامه د ولسي مبارز ځواک نائب ابو مهدي المهندس سره له اتو نورو کسانو د شنبې په شپه د بغداد په هوايي ډګر کښې د امریکې د تیري ګرو او ترهګرو ځواکونو په هوايي برید کښې شهیدان شول.
پرون هم د عراق په بغداد، کاظمین او کربلا ښارونو کښې زرګونو عراقیانو د دغو درنو شهیدانو په جنازه کښې ګډون وکړ.
ټاکل شوې چې د سردار سلیماني او د هغه د ملګرو پاکې جنازې نن سهار ایران ته رامنتقلې شي او د مشهد او تهران په شمول ځینو ښارونو کښې له تشیع وروسته راتلونکې سه شنبه،په خپل زیږنځي یعنې کرمان کښې خاورو ته وسپارل شي.