امریکا به دروند تاوان ورکړي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني د ټرور د ټولو پایلو مسئولیت د امریکې په غاړه دی او واشنګټن به دروند لګښت او تاوان ورکړي.
ولسمشر حسن روحاني تیر مازیګر په تهران کښې د قطر د خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په کتنه کښې، په روانو حالاتو کښې د ایران او قطر د لازیاتو صلاح مشورو او غږملتیاؤ په ضرورت ټینګار وکړ او هیله یې وښودله چې د سیمې ټول هیوادونه په یوه غږ حکومتي ترهګري وغندي.
د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې امریکا په سیمه کښې ډیر خرابونکی رول لوبوي، زیاته کړه: نن سبا د سیمې ټول هیوادونه باید باور وکړي چې ترڅو چې امریکا په سیمه کښې موجوده وي، د سیمې هیوادونه به ارامښت ونه ویني.
په دغه کتنه کښې د قطر خارجه وزیر هم د تهران او دوحې ترمینځ د اړیکو په لازیاتې ژورتیا او پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې قطر له ایران سره د اړیکو د پراخولو پوره کوشش کوي.
هغه هم داشان په سیمه کښې د امریکې له خرابونکي اقدامه د اندیښنې په څرګندولو سره، د ایران ولس او دولت ته د ډګر جنرال سردار سلیماني د شهادت تسلیت ووایه.