د رسمي شخصیتونو وژل حکومتي ترهګري ده
د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکې د رژیم له خوا د سردار سلیماني او ابو مهدي المهندس ټرور ته په اشارې سره وویل: د رسمي او سرکاري شخصیتونو ټرورول له حکومتي ترهګرۍ پرته بل نوم نه لري.
علي لاریجاني پرون په تهران کښې د قطر د خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په کتنه کښې، د عراق د خلکو له خوا د شهید قاسم سلیماني جنازه ډیره پرتمینه او ستره وبلله او زیاته یې کړه: ایران داسې تکړه او غوره سرداران لري چې د شهید سردار سلیماني ځاې به واخلي او د هغه لارې او کار ته به دوام ورکړي.
په دغه کتنه کښې محمد بن عبدالرحمن آل ثاني هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې قطر په هر ډول حالاتو کښې د ایران ترڅنګ دی، هیله وښودله چې د سیمې ستونزې زرترزره هوارې شي.
هغه د قطر او ایران او نورو ګاونډي هیوادونو ترمینځ رغنده اړیکې د سیمې د حالاتو د ښه کیدو لامل وبللې.