ایران له توغندوی بریدونو عراق خبر کړی وو
زمونږ خبریال وایی د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په دې خبرې ټینګار سره چې د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک توغندوی عملیات د عراق حکومت ته په اطلاع ورکولو سره ترسره شوی وو وویل ایران د عراق ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته زیات ارزښت ورکوی .
هغه پرون په تهران کښې د عراق په سفارت کښې د امریکا د وروستۍ حملې د شهیدانو د کتابچې له لاسلیک کولو وروسته خبریالانو ته وویل د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک توغندوی حملې په هغه اډې وشوې له کوم ځایه چې جنایتکارې امریکا د سردار سلیمانی او د عراق د الحشد الشعبی ځواک د مشر ابو مهدی مهندس د وژلو لپاره عملیات کړی وو .
ظریف په دې خبرې سره چې د امریکا دغه له لیونتوب څخه ډک اقدام په لویدیځې اسیا کښې د واشنګټن د شتون دختمیدا سبب کیږی وویل په فارس خلیج سیمه کښې د امریکا شتون له تاوان رسولو او شرارت پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .
دغه راز د ایران د مرکزی بانک مشر عبدالناصر همتی د امریکا لخوا د بایکاټونو د زیاتولو ادعا چټی وبلله او ویې ویل د ایران د ملت مقاومت او زړورتیا د واشنګټن هراړخیزه دسیسه او زیات دباو له ماتی سره مخامخ کړی دی .
هغه په دې خبرې سره چې د ایران مرکزی بانک به په بازار کښې د هر ډول بې ثباتۍ د کنټرولولو لپاره ټوله هڅه وکړی وویل د بازارونو په دقیق او عملی ډول مدیریت کول تراوسه بریالی وو او په خپل قوت سره به دوام ولری .