بریتانیا د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه مه کوي
(last modified Mon, 13 Jan 2020 11:13:55 GMT )
Jan 13, 2020 15:43 Asia/Kabul
  • بریتانیا د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه مه کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي په تهران کښې په غیر قانوني غونډو کښې د انګلستان د سفیر ګډون ته په غبرګون کښې لندن ته خبرداری ورکړ د ایران په کورنیو مسائیلو کښې له هرډول لاسوهنې ډډه وکړي .

په تهران کښې د انګلستان سفیر رابرټ میک ایر (Robert Mcair) په تیرې شنبې ورځ د تهران  د امیر کبیر پوهنتون په مقابل کښې په یوې(۱) غیر قانوني غونډې کښې د ګډون په دلیل ونیول شو خو له ډیپلوماټیک مصونیت څخه د برخوریدا  او د هویت له معلومیدا وروسته خوشی شو .

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي نن په خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د بریتانیا دسفیر دغه اقدام کاملا غیر حرفه اي او د نه منلو وړ دی وویل د ایران خارجه وزارت ته د انګلستان د سفیر په احضارولو سره د لندن حکومت او سفیر ته دایران د اسلامي جمهوریت اعتراض اعلان شو .

ربیعي وویل انګلستان د ایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره نامناسبه کارنامه لري او لندن باید د ایران په کورنیو چارو کښې له هرډول لاسوهنې ډډه وکړي .

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي دغه راز د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګرجنرال شهید قاسم سلیماني له ټرور وروسته له اټومي موافقې د اروپايي هیوادونو وتلو او له امریکا سره د خبرو اترو د احتمال د پیاوړتیا په هکله وویل د اټومي تړون هر لوري له اټومي موافقې د وتلو لپاره د واشنګټن دباونو او غوښتنو ته په غبرګون کښې سپینې ماڼۍ ته منفي ځواب ورکړی دی .

ربیعي په دې خبرې سره چې د اروپا لخوا د امریکا د غوښتنو نه منل د امریکا د یوازې پاتې کیدا نښه ده  ټینګار وکړ د اټومي تړون له مینځه تلل د نړۍ په هیوادونو کښې د قانونمندۍ د اصل او د نړیوال امنیت ، سولې او د څواړخیز پالنې لپاره ورانونکي پایلې لري .

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي دغه راز په تهران کښې د اوکراین د الوتکې د نسکوریدا پیښې ته په اشارې سره وویل په ایران کښې په یوشمیر هدفونو باندې د حملو په هکله د امریکا د ولسمشر او د پوځي چارواکو ګواښونه د الوتکې د نسکوریدا په پیښه کښې جرړه لري .

 

ټیګونه