ایران په قدرت سره د امریکا اقدام ته ځواب ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87387-ایران_په_قدرت_سره_د_امریکا_اقدام_ته_ځواب_ورکړ
ایرنا خبري اژانس وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور د پایلو د ستراتيژیکو او سیاسي اړخونو په غونډې کښې وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2020 02:06 Asia/Kabul
  • ایران په قدرت سره د امریکا اقدام ته ځواب ورکړ

ایرنا خبري اژانس وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور د پایلو د ستراتيژیکو او سیاسي اړخونو په غونډې کښې وویل

 د قاسم سلیماني له ټرور وروسته امریکا ته د ایران د خارجه وزارت ډيپلوماټیکو ځوابونو د امریکا په اډو باندې د ایران د توغندیو د ویشتلو لپاره په نړیوال او سیاسي ډګر کښې ښه زمینه برابره کړه .

هغه وویل د قاسم سلیماني ټرور د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ګیرچاپیر کسانو د قدرت د ښودلو لپاره وو او که چیرې ایران دغه ټرور ته په قدرت سره ځواب نه ورکولای امریکا نوره هم قدرتمنه کیدله .

حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې ټینګار سره چې لویدیځه اسیا د سردار قاسم سلیماني له ټرور څخه مخکې او وروسته اوس  فرق لري ډاګینه کړه  لویدیځه اسیا د قاسم سلیماني له ټرور وروسته د امریکا لپاره ښه ځای نه دی او امریکا نشي کولای په راحتې سره په دغه سیمه کښې پاتې شي .