د شهیدجنرال قاسم سلیماني په څير کم ساري بیلګې د دین دحاکمیّت،ودې او ځلیدا په برکت پيداکیږي
حضرت فاطمةالزهرا(س)د ځان په قربانولوسره د ولایت حق اداکړی
د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت فاطمةالزهرا د شهادت د کلیزې په مناسبت د اهل بیت علیهم السلام د رستو مینه والو ته تسلیّت وړاندې کوي
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلام دګران پیغمبر د زړه د ټوټې حضرت فاطمة الزهره سلام ا...علیها د ویر دستورې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په شتون سره په امام خمیني حسینیې کې د حکومتي او پوځي مسئولانو او د زرګونو خلکو په ویر او ماتم سره ترسره شوې .
په د غو دستورو کې حجةالاسلام کاظم صدیقي پخپلې وینا کې د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها پشمول د اهل بیت علیهم اسلام معرفت د هغوي بزرګوارانو د مودت ورځيني د پیروۍ لازمه وبله او زیاته ئې کړه ، داسلام ددغې لوئې بي بي تر ټولو مهم فضیلت ، خاص عبودیّت او له ځانه په تیریدا سره د ولایت د حق ادا کول وو او د شهید جنرال قاسم سلیماني په شان ددغه نوراني مکتب روزل شوي کسان هم په عبودیّت او د ژوند تر قرباني کیدا پورې په ولایتمدارۍ ویاړي .
کاظم صدیقي د د اسلام او اسلامی انقلاب د اقتدار د زیاتیدا و د ویښتیا د نوي څپې د رامینځةکیدا په څير د سردار سلیماني د شهادت مهمو آثارو ته په اشارې سره ووئيل ، د شهید جنرال قاسم سلیماني په څير کم ساري بیلګې د دین د حاکمیّت ، ودې او ځلیدا په برکت پيداکیږي په همدې علت ده چې مستکبران د دین او دیني حکومت د اصل له امله غوسه او سربداله دي .
په دغو دستورو کې همداراز د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها دمظلوم ژوند او مصیبتونو نوحې او ماتم هم وشو . په امام خمیني امامباړې کې به د آیام فاطمیّه په مناسبت تر درو ورځو پورې د ویر دستورې ترسره کیږي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت فاطمةالزهرا د شهادت د کلیزې په مناسبت د اهل بیت علیهم السلام د رستو مینه والو ته تسلیّت وړاندې کوي .