حضرت فاطمةالزهرا(س)د ځان په قربانولوسره د ولایت حق اداکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87538-حضرت_فاطمةالزهرا(س)د_ځان_په_قربانولوسره_د_ولایت_حق_اداکړی
د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت فاطمةالزهرا د شهادت د کلیزې په مناسبت د اهل بیت علیهم السلام د رستو مینه والو ته تسلیّت وړاندې کوي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2020 01:16 Asia/Kabul
  • حضرت فاطمةالزهرا(س)د ځان په قربانولوسره د ولایت حق اداکړی

د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت فاطمةالزهرا د شهادت د کلیزې په مناسبت د اهل بیت علیهم السلام د رستو مینه والو ته تسلیّت وړاندې کوي

زمونږخبریال راپورراکړ د اسلام دګران پیغمبر د زړه د ټوټې حضرت فاطمة الزهره سلام ا...علیها د ویر دستورې  د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په شتون سره  په امام خمیني حسینیې کې  د حکومتي او پوځي مسئولانو او د زرګونو خلکو په ویر او ماتم سره ترسره شوې .

 په د غو دستورو کې  حجةالاسلام کاظم صدیقي  پخپلې وینا کې  د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها پشمول  د اهل بیت علیهم اسلام  معرفت  د هغوي بزرګوارانو  د مودت ورځيني د پیروۍ لازمه وبله او زیاته ئې کړه ، داسلام ددغې لوئې بي بي  تر ټولو مهم فضیلت ، خاص عبودیّت او له ځانه په تیریدا سره  د ولایت د حق ادا کول  وو  او د شهید جنرال قاسم سلیماني په شان ددغه نوراني مکتب  روزل شوي  کسان  هم  په عبودیّت او د ژوند تر قرباني کیدا پورې  په ولایتمدارۍ ویاړي . 

کاظم صدیقي د د اسلام او اسلامی انقلاب  د اقتدار د زیاتیدا و د  ویښتیا د نوي څپې د  رامینځةکیدا  په څير د سردار سلیماني  د شهادت  مهمو آثارو ته په اشارې سره  ووئيل ،   د شهید  جنرال قاسم سلیماني  په څير کم ساري بیلګې د دین د حاکمیّت ، ودې او ځلیدا په برکت پيداکیږي په همدې علت ده چې مستکبران د دین او دیني حکومت د اصل له امله غوسه او سربداله دي .

په دغو دستورو کې همداراز د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها   دمظلوم ژوند او مصیبتونو نوحې  او ماتم  هم وشو .   په امام خمیني امامباړې کې به د آیام فاطمیّه په مناسبت تر درو ورځو پورې  د  ویر دستورې ترسره کیږي .

 د تهران ریډیو درست کارکونکي  د حضرت فاطمةالزهرا د  شهادت د کلیزې په مناسبت   د اهل بیت علیهم السلام د رستو مینه والو ته تسلیّت وړاندې  کوي .