د فاطمه الزهرا س د شهادت په هکله تسلیت وایو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87594-د_فاطمه_الزهرا_س_د_شهادت_په_هکله_تسلیت_وایو
زمونږ خبریال وايي نن د چهارشنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې ۲۹ او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې دریمه(۳) نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي (۱) امام امیرمومنان علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 29, 2020 02:16 Asia/Kabul
  • د فاطمه الزهرا س د شهادت په هکله تسلیت وایو

زمونږ خبریال وايي نن د چهارشنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې ۲۹ او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې دریمه(۳) نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي (۱) امام امیرمومنان علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .

د اسلامي ایران مسلمانو خلکو بیګا په مذهبي ځایونو  او امامباړو کښې   د فضلیت لرونکي ، د عفاف او د پاکۍ د بیلګې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت په مناسبت د ویر او ماتم دستورې ترسره کړې .

حضرت فاطمه الزهرا س د بعثت په پینځم (۵) کال د جمادي الثاني د میاشتې په شلمه (۲۰) نیټه په مکې مکرمې کښې وزیږیدله .

هغه له اتلس(۱۸) کاله ژوند وروسته د هغه وخت د واکمنانو لخوا د ډیرو ظلمونو او د خپل ګران پلار حضرت محمد ص د وفات د غم  او کړاو په وجه د یوه(۱) روایت پراساس د یولسم (۱۱) هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) او د بل روایت پراساس  د جمادي الثاني د میاشتې په دریمه(۳) نیټه شهیده شوه .

د ایران د راډیو او دټیلي ویژن اداره صداوسیما  د حضرت فاطمه الزهرا س د شهادت د کلیزې په مناسبت ټولو مسلمانانو او په تیره بیا د نړۍ ازادي غواړو ته تسلیت وايي .