د ايران درمليز بائيکاټ د نړيوالې محکمې د فېصلې خلاف چاره
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل، امريکې د درملو او خوراکو په زمينه کښې د ايران د هر ډول بېنکي نقل او انتقال لاره تړلې ده.
عباس موسوي پرون په يو ټوئيټ کښې د امريکې چټي ادعا ته په اشارې سره چې درمليز او خوراکي مواد په بنديز کښې نه دي شامل واضحه کړه: امريکايانود درمليزو موادو د پوره کولو لپاره د تش په نامه بشر دوستانه لارې چارې په شروع کولو دا خبره په رسمي توګه تائيد کړه چې د درمليزو او خوراکي موادو د بنديز ادعا يوه چټي او د نړيوالې محکمې د فېصلې خلاف چاره ده.
نړيوالي محکمې د 2018 کال د اکتوبر په دريمه نېټه د دې په اعلانولو سره چې د 1955 کال د کنسولي حقوقو اقتصادي روابطو او د مودت د عهدنامې د خلاف ورزۍ په وجه له امريکې څخه د ايران په شکايت د غور صلاحيت لري، د ايران په خلاف د امريکې د درمليزو ، خوراکي ، بشردوستانه او هوائي بنديزونو ختمولو فېصله وکړه.
د نړيوالې محکمې د رائې باوجود ايران ته د درملو او طبي او خوراکي سامانونو په راتللو هم هغه شان بنديز لګېدلے دے. په ايران کښې سخت علاجه او سرطاني بيماران د درملو او طبي سامانونو د بائيکاټ په وجه له يو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي او د امريکايانو دغه اقدام د ايران د خلقو وړومبنيو حقوقو ته بې پامي،د بشريت د وړومبنيو اصولو په خلاف او د نړيوالې محکمې د فېصلې په خلاف چاره ده.
په همدې لړ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر حسن روحاني پرون مازيګر د ايران د اسلامي جمهوريت د کال د کتاب نړيوال انعام په اومو مراسمو کښې د دې په بيانولو سره چې د امريکې بنديزونه غېرقانوني او د نړيوالو قوانينو په خلاف دي، وويل، د امريکې لخوا د ايران د ملت په خلاف بنديزونه يوه ترهه ګريز اقدام دے.
په داسې حالاتو کښې؛ ايران ته د درملو د راتلو لپاره د سوئيزلېنډ بشردوستانه لارې چارې شروع کول زياتره پروپېګنډه اي اړخ لري، ځکه چې د بشري حقوقو د مولفو په بنياد د بشردوستانه نېټ ورک په عنوان سره لاره چارهد تائيد وړ نه ده او درمليز او خوراکي موادو راتلل پکار نه دي په بنيادي توګه د بنديزونو په چوکاټ کښې راشي.
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ 2018 کال د مۍ په اتمه نېټه له برجام ايټمي موافقې څخه له وتلو وروسته د ايران د ملت په خلاف د درملو او خوراکي موادو د بنديز په شمول بنديزونه برقرار کړل. ټرمپ بيا په څو ټوئيټونو کښې له ايران څخه د ملاتړ په حربې سره د ايران ملت اوږي کولو خبره وکړه او حتی په لا زيات غليمانه اقدام کښې يې په خپل اند د ايران غني کلتور او تاريخ لرونکے ملت ترهه ګر وبلۀ.
د ايران د ملت د اوږي کولو له اصطلاح څخه د امريکې د واکمنانو استفادې د ايران له مقاوم ملت سره د هغوي د دښمنۍ زياتوالے نړيوالو ته په ډاګه کړے دے. هغه ملت چې د ټولو سختيو باوجود د امريکې په وړاندې يې سر نه دے ټيټ کړے اوس په وياړو سره د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د يوڅلوېښتمې کليزې په درشل کښې شتون لري.
د امريکې په وړاندې د ايران د ملت سر نه ټيټول، د مونږ کولې شوو د نقلابي شعار مفهوم دے او نن دغه اصولي او جهادي شعار د درملو او خوراک د صنعت په شمول په ټولو ډګرونو کښې جاري دے.
ايران د امريکې د غېرقانوني او ظالمانه بنديزونو باوجود د درملو او طبي سامانونو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره د کورني توليدله توان او ظرفيت څخه استفاده کوي. د ايراني محققانو او سائنسي شرکتونو په سائنسي کار او کوشش سره همدا اوس د ايران د درملو له اوه نوي فيصدو نه زيات ضرورت کورنے توليد دے.
----------