د حضرت فاطمه س زوکړه دې پرتاسو مبارک وي
زمونږ خبریال وايي نن د شنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې پینځلسمه (۱۵) او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې شلمه (۲۰)نیټه ده
چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي(۱) امام د امیر المومنین حضرت علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري .
حضرت فاطمه الزهرا س له ماشومتوب څخه د وحي په کور کښې د خپل ګران پلار حضرت محمد ص په لارښونو سره د کمال ، د علم او د فضلیت ترټولو لوړو درجو ته ورسیده .
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص ګرانې لورې حضرت بي بي فاطمه الزهرا س دغه راز د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام حضرت علي علیه السلام په پاک کور کښې په ترټولو ښه ډول د میرمنې او د مور دندې ترسره کړې او د امام حسن علیه السلام او د امام حسین علیه السلام او د حضرت زینب سلام الله علیها په شان ستر انسانان یې په خپلې غیږې کښې تربیت کړل .
حضرت فاطمه س په ټولو اړخونو کښې د نړۍ د میرمنو بیلګه ګڼل کیږي او په ایران کښې د هغې د زوکړې ورځ چې د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د زوکړې له کلیزې سره سمون خوري د مور او د ښځې د ورځې په توګه نومول شوي ده او په دغه ورځ د مور په تیره بیا د میندو د مقام درنښت کیږي .
په همدې مناسبت په اسلامي ایران کښې بیګا او نن ورځ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها د زوکړې په مناسبت خلک جشنونه او خوشحالۍ کوي او شیرینې ویشي .
د ایران د راډیو او ټيلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت فاطمه الزهرا س د نیکمرغه زوکړې په مناسبت ټولو مسلمانانو په تیره بیا د نړۍ ازادي غواړو ته مبارکي وايي .