ظریف د سیمې د هیوادونو مشرانو ته:
امریکا او اسرائیل د لویدیځې آسیا لپاره امنیت نه راوړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د سیمې هیوادونه دې پوه شي چې امریکا او اسرائیل د لویدیځې آسیا لپاره امنیت نه شي راوړلی.
ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې د میونخ په امنیتي غونډه کښې د ګډون په موخه جرمني ته تلی دی، پرون مازیګر یې د بي، بي، سي نړیوالې برخې ته په مرکه کښې، په دې خبرې سره چې تهران د سیمې له هیوادونو سره یوې امنیتي حل لارې ته د رسیدو لپاره خبرواترو ته تیار دی، وویل: د لویدیځې آسیا امنیت او ثبات باید د سیمې د هیوادونو له خوا تامین شي.
ظریف د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني له ټروریدو وروسته له تهران سره خبرواترو ته د ریاض د ګروهنې په هکله د عربستان له خوا د یو پيغام ترلاسه کولو ته په اشارې سره وویل: ایران د عربستان غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ خو بیا د دغه هیواد له خوا کوم هیڅ ځواب ترلاسه نه شو.
د ایران خارجه وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران له ګاونډیانو سره شخړه نه غواړي، څرګنده کړه: تهران د ګاونډي هیوادونو امنیت خپل امنیت ګڼي او له ټولو ګاونډیانو سره خبرواترو ته چمتو دی.
ښاغلي ظریف هم داشان په دې خبرې سره چې عربستان او امارات په لویدیځې آسیا کښې د کشالې د زیاتیدو غوښتونکې دي، څرګنده کړه: کویت، قطر، عمان او عراق د هرمز اوبلارې او فارس خلیج د امنیت لپاره د (هرمز صلحې) په عنوان سره د ایران نوښتن ته ځواب راکړی دی خو د عربستان، اماراتو او بحرین له خوا تراوسه هیڅ ډول ځواب نه دی راغلی.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه چې په سیمه کښې د شخړې د کمولو لپاره ډیرې لارې چارې شته دي خو مهمه دا ده چې ګاونډیان یې وغواړي او د دې کار لپاره حقیقي اراده او هوډ موجود وي.