ایران په هندوستان کښې د مسلمانانو خلاف په تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88392-ایران_په_هندوستان_کښې_د_مسلمانانو_خلاف_په_تاوتریخوالي_خواشیني_څرګنده_کړه
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په هندوستان کښې د مسلمانانو خلاف د تشدد او تاوریخوالي څخه د خواشینۍ په ښودلو سره وویل: ایران، هندوستان د مذهبي نرمښت خاوند هیواد په توګه پیژني او د دا ډول خبرونو خپریدل ډیر اندیښمنونکې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2020 14:09 Asia/Kabul
  • ایران په هندوستان کښې د مسلمانانو خلاف په تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړه

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په هندوستان کښې د مسلمانانو خلاف د تشدد او تاوریخوالي څخه د خواشینۍ په ښودلو سره وویل: ایران، هندوستان د مذهبي نرمښت خاوند هیواد په توګه پیژني او د دا ډول خبرونو خپریدل ډیر اندیښمنونکې دي.

سید عباس موسوي نن سهار د ویډیو کانفرنس له لارې یوې خبرې غونډې کښې په هند کښې د مسلمانانو خلاف د تشدد د زرترزره ختمیدو لپاره د هیلې په څرګندولو سره وویل: دا هیله د هغې پوهې په بنیاد ده چې په هندي چارواکو کښې موجوده ده.

موسوي زیاته کړه: ایران په هندوستان کښې د مذهبي اختلافاتو او جنګونو خبرونه ډیر په اندیښنې سره، د رسمي او سرکاري چینلونو له لارې تعقیبوي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دوام کښې د ترکیې او سوریې ترمینځ د ایران د دیمګړیتوب په هکله هم وویل: تهران د آستانه بهیر په شام کښې د اختلافاتو د هواري لپاره ترټولو مهمه حل لاره ګڼي او د نتیجې تر ترلاسه کولو او سیمې ته د ارامښت تر راستنیدو پورې به خپلې تعقیبونې جاري وساتي.

موسوي هم داشان په هرمز اوبلاره کښې د فرانسې د پوځي شتون په هکله هم وویل: په سیمه کښې د پردیو ځواکونو هر ډول شتون د بې ثباتۍ او ګډوډۍ سبب کیږي او یو غیررغنده کار دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دوحه کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د شوې موافقې په هکله هم وویل: ایران باوري دی چې په افغانستان کښې د صلحې ټولې لارې باید د مختلفو ډلو د اجماع له لارې او د دغه هیواد د مرکزي حکومت په لارښوونې سره عملي شي.