ایت ا... همداني د هندی مسلمانانووژله په کلکه وغندله
د ایران ستر مجتهد ایت ا... نوری همداني د یوه پیغام په خپرولو سره وویل د هندی مسلمانانو وژله یو دردونکې او بوږنونکې جنایت دې چی د نړیوالو رسندویو په چوپتیا کې ترسره کیږي .
زمونږ خبریال راپور راکوي د ایران ستر مجتهد ایت ا... نوری همداني د یوه پیغام په خپرولو سره وویل د هندی مسلمانانو وژله یو دردونکې او بوږنونکې جنایت دې چی د نړیوالو رسندویو په چوپتیا کې ترسره کیږي .
ایت ا... همداني د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی هیوادونو مشران او د بشری حقوقو ادارې یوازې تماشه کوي ، هیله څرګنده کړه د هند حکومت ژر تر ژره له استکبار او استعمار سره په مبارزه کې د ضروری تابیاو په غوره کولو سره دا موضوع اواره کړي او د دغه هیواد مسلمانان د تیر وخت په شان په ازاده توګه خپل ژوند او فعالیت ته دوام ورکړي .
په نوی ډیلی کی په مسلمان میشته سیمو د هند د افراطی ډلو او پولیسو په تاوتریخوالیو کې تراوسه څه د پاسه ۵۰ مسلمانان وژل شوي او څه د پاسه ۲۰۰ هم ژوبل شوی دي .