نړيواله ټولنه دې په برجام کښې له لاسه تللے تعادل راستون کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88591-نړيواله_ټولنه_دې_په_برجام_کښې_له_لاسه_تللے_تعادل_راستون_کړي
په ويانا کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير وويل، په برجام کښې باقي پاتې لوري او نړيواله ټولنه پکار دے د معتبرو ګامونو د اوچتولو له لارې په دغې موافقې کښې له لاسه تللے تعادل راستون کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 12, 2020 04:51 Asia/Kabul
  • نړيواله ټولنه دې په برجام کښې له لاسه تللے تعادل راستون کړي

په ويانا کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير وويل، په برجام کښې باقي پاتې لوري او نړيواله ټولنه پکار دے د معتبرو ګامونو د اوچتولو له لارې په دغې موافقې کښې له لاسه تللے تعادل راستون کړي.

د پارس ټوډې د رپوټ له مخې کاظم غريب آبادي په ويانا کښې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د حکامو د شورا په موسمي غونډه کښې د امريکې د ظالمانه او يو اړخيزو بنديزو په وجه د ايران اقتصادي زيانونو ته په اشارې سره يادونه وکړه، په برجام کښې باقي پاتې حکومتونه پکار دے د تېرو تجربو په بنياد د رسېدل شويو زيانونو تلافي وکړي او د دغې موافقې د دوام لپاره دې زمينه برابره کړي.

هغه په برجام کښې د خپلو ژمنو د کمولو لپاره د تهران ګامونو ته په اشارې سره واضحه کړه،  ايران اسلامي جمهوريت د هغو ټولو تلافي کېدونکو ګامونو د ستنولو لپاره چې د برجام ايټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو په لړ کښې اخېستل شوي دي ويلي دي چې د دغې چارې پوره کېدل د خپلو ژمنو د ترسره کولو لپاره په باقي پاتې لورو کښې د ظرفيتونو په عملي توګه راغونډولو ته ضرورت لري.

غريب آبادي همدارنګ د درملو او خوراک د پوره کولو لپاره د ايران د نه بائيکاټ په اړه دامريکي رژيم ادعا ته په اشارې سره تاکيد وکړ، امريکې له يوې خواد مالي راکړې ورکړې لپاره د محدوديتوږنو او ممنوعيتونو په رامنځته کولو او له بلې خوا د درمليزو او روغتيائي شرکتونو په ګواښلو سره په عملي توګه ايران ته د درملو او روغتيائي سامانونو د لېږد مخنيوے کړے دے.