د هندي مسلمانانو خلاف د توکمپاله قانون باطلیدل ضروري دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88649-د_هندي_مسلمانانو_خلاف_د_توکمپاله_قانون_باطلیدل_ضروري_دي
د ایران د اساسي قانون ساتندویه شورا د هندي مسلمانانو خلاف د توکمپاله قانون باطلیدل ضروري وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2020 03:58 Asia/Kabul
  • د هندي مسلمانانو خلاف د توکمپاله قانون باطلیدل ضروري دي

د ایران د اساسي قانون ساتندویه شورا د هندي مسلمانانو خلاف د توکمپاله قانون باطلیدل ضروري وبلل.

د ایران د اساسي قانون د ساتندویه شورا حقوق پوه غړي د هندوستان د سترې محکمې مشر ته په یو لیک کښې غوښتنه کړې چې د دغه هیواد په اساسي نظام کښې د اټکل شویو قانوني طریقو په کارولو سره د هند د مسلمانانو خلاف د توکمپال قانون د باطلولو امکان برابر شي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اساسي قانون د شورای نګهبان حقوق پوه غړي «هادی طحان‌ نظیف» Hadi Tahan Nazif د هندوستان د سترې محکمې مشر «شاراد آروِند بوبده» Sharad Arvind Bobde ته په یو خط کښې لیکلي دي: ځینې خبرونو او تصویرونه چې نن سبا له هند څخه نړیوالې ټولنې ته مخابره کیږي، د تشدد او د ژوند د حق په شان د انسانانو  د ابتدايي حقوقو د اخیستو ښودنه کوي.

طحان نظیف په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې شک نشته چې د هندوستان حکومت به د مذهبي جنګ د مخنیوي لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي، څرګنده کړه: کوم انځور چې د هند په هکله د نړۍ د خلکو په ذهن کښې دی، د صلحې او د مختلفو دینونو او فکري ډلو د منونکو له ګډ صلحه ایز ژوند پرته بل څه نه دي.

هغه په خپل لیک کښې یادونه کړې: داسې ښکاري چې د هند د پارلیمان له خوا د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کښې تصویب شوې د ښاریزتوب د اصلاح قانون د برابرۍ د حق او د تابعیت د حق په شمول د مسلمانانو خلاف ځینې توکمپاله مواد لري چې د بشري حقوقو له ابتدايي اصولو او د بشري حقوقو له ګڼو اسنادو او هم داشان خپله د هندوستان د اساسي قانون له ۱۴ او ۱۵ موادو سره سمون نه خوري کوم چې په ډاګه د هندي ښاریزو لپاره د برابرۍ حق ته اشاره لري.